د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

طالبان: له جنرال مېلر سره د شوې هوکړې په اړه غږېدلي یوو


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

سهیل شاهین نن شنبه د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي او جنرال مېلر د لیدلو خبر ترڅنګ لیکلي چې دوی د هوکړې پر تطبیق او سر غړونو غږېدلي دي.

ښاغلي شاهین همدا راز زیاته کړي چې له سکاټ مېلر سره طالبانو پر دې هم بحث کړی چې غیر نظامي ځایونو کې د عملیاتو مخه ونیول شي.

افغان حکومت که څه هم د جنرال سکاټ مېلر او طالبانو تر منځ د وروستۍ لیدنې په تړاو نظر نه لري خو وایي چې افغان حکومت د تاوتریخوالي په کمښت، بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ټول شموله پلاوي جوړول او د طالب بندیانو خوشې کېدو پیل لړۍ سره وښوده چې د افغان سولې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.

لطیف محمود
لطیف محمود

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند لطیف محمود په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان دولت خپلې ټولې ژمنې عملې کړې دې، موږ هیله لرو چې طالبان هم خپل هغه ټول تعهدات عملي کړي چې له افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو سره کړي ،افغان دولت خپله ژمنه د تاوتریخوالي کمښت، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ټول ګډونه پلاوي جوړول او اوس هم په مشروط ډول د طالب بندیانو د خوشې کولو برخه کې عملي کړي او له طالبانو هم غواړو چې خپلې ژمنې د سولې برخه کې په عملي توګه ښکاره کړي."

طالبانو تر دې وړاندي پر افغان حکومت نیوکه درلوده چې افغان حکومت د طالب بندیانو د نه خوشي کولو برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شوي هوکړه تر پښو لاندې کړي.

اوس افغان حکومت تازه د طالب بندیانو پنځه زره بندیانو څخه دوه سوه خوشې کړي دي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په وینا افغان حکومت د سولې خبرو برخه کې د پرمختګ په خاطر دا بندیان خوشي کړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

ښاغلي فیصل نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې طالبان هم باید د افغان سولې برخه کې را مخ ته شي.

د امریکایي ځواکونو د یوه ویاند لخوا هم ازادي راډیو ته د طالبانو سیاسي دفتر پلاوي او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ترمنځ لیدنه تایید شوې.

د دې ویاند په وینا طالبانو او سکاټ میلر تر منځ د تاوتریخوالي په کمښت خبرې شوې دي.

همدا راز د افغانستان حزب اسلامي ګوند هم نن شنبې د طالب بندیانو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې.

اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه کابل ته راغلي د طالبانو دری کسیز پلاوي سره ناوړه چلند کړی او د سولې پروسې په وړاندې خنډ شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ نږدیوالی او د هېواد دننه سیاسي جنجالونو دوام به امریکا د افغان حکومت اعتبار لا خام او طالبانو ته دا موقع ورکړي چې افغانستان کې واک ترلاسه کړي.

ودیر صافی
ودیر صافی

سیاسي شنونکي ودیر صافي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هغه څه چې امریکا له هغوی سره توافق کړی، د افغانستان حکومت باید هغه پلې کړي، که مخالفت وکړي دا جنجالونه به وغځېږي او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته به حاضر نشي، دوی په خپل منځ کې نه دي جوړ شوي، زه له دې ډارېږم چې طالبان له امریکایانو سره دومره نږدې نشي چې هغوی سره توافق وکړي چې دوی خپل منځ کې جوړجاړی نه کوي قدرت او نظام تاسي په لاس کې واخلئ او اداره یې کړئ."

د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره باید د طالب بندیانو پنځه زره بندیانو خوشي شوي وای.

د طالب بندیانو د خوشې کېدو پروسه د افغان حکومت لخوا د شوي توافق په خلاف په ځنډ پیل شوه خو وروسته له دي چي د طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره د طالبانو دری کسیز پلاوي پرته له کومې پایلي قطر ته ستون شو، اوس افغان حکومت وایي چې دوی به دوه سوه طالب بندیان و ترڅنګ نور هم خوشي کړي خو طالبان دي هم د سولې پروسې لپاره ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG