د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

پومپیو افغان رهبرانو ته: که له طالبانو سره جوړجاړی ونه‌کړئ، ټول سرتېري باسو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان رهبرانو ته ویلي، که له طالبانو سره جوړجاړی ونه‌کړي، له دې هېواد به خپل ټول سرتېري وباسي.

د ان‌بي‌سي ټلوېزیون د یوه تازه راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدا ډول ویلي، که له امریکا سره د طالبانو هوکړه له ماتې سره مخ شي، مسؤلیت به د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په غاړه وي.

د ان‌بي‌سي ټلوېزیون یو تازه راپور

دغه راپور کې راغلي، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان له جنجال سره مخ شوي حکومت ته د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو پیغام لېږدولی و چې باید خپل‌منځي اختلافات پای ته ورسوي او له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او که داسې ونه‌شي، امریکا د یو میلیارډ ډالرو د مرستې بندولو سربېره، خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د لیدنې پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د لیدنې پر مهال

د امریکا دوه لوړپوړو چارواکو او یو بهرني ډیپلومات ان‌‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکې ته دا راپور تأیید کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه کوچنۍ غونډه کې دا پیغام محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته رسولی دی.

چارواکو ان‌بي‌سي ته دغه‌راز ویلي، مایک پومپیو عبدالله ته ویلي چې له محمد اشرف غني ملاتړ وکړي او ولسمشر ټرمپ له کابل څخه "یو ټیم او یو جنګ" غواړي.

کابل کې د عبدالله عبدالله او مایک پومپیو لیدنه
کابل کې د عبدالله عبدالله او مایک پومپیو لیدنه

ان‌بي‌سي لیکي، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ویستلو خبرداری چې وړاندې یې په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی، د افغانستان د رهبرانو څخه د یو واحد حکومت د نه‌جوړولو په اړه د ټرمپ د هغو اندېښنو بیان دی چې کېدای شي له کبله‌یې له امریکا سره د طالبانو شوې هوکړه له زیان سره مخ کړي.

چارواکو ان‌بي‌سي ته ویلي، په کابل کې بن‌بست ټرمپ له دې کبله چې په امریکا کې په نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ د کېدونکو ټاکنو پر مهال، له طالبانو سره هوکړه د بهرني سیاست په برخه کې د خپلې بریا په توګه یاده کړي، ناهیلی کړی دی.

دې چارواکو زیاته کړې، ټرمپ ان له طالبانو سره له هوکړې وړاندې هیله درلوده چې په افغانستان کې د سولې له کبله د نوبل جایزه، ده ته ورکړل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت وايي، د دې لپاره چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، افغان حکومت کافي اقدامات له خپله اړخه کړي دي.​وحید عمر

د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر ازادي راډیو ته وویل، اوس د طالبانو وار دی چې له افغان حکومت سره مذاکره وکړي.

ښاغلی عمر زیاتوي: "له ټولو مسایلو ورهاخوا افغانستان کې تل‌پاتې سوله مهمه ده. هغه مهال چې سولې ته ورسېږو، له هغې وروسته، افغانستان کې بهرنیو عسکرو ته اړتیا نه‌شته."

ښاغلی عمر له امریکا سره د افغانستان امنیتي هوکړې ته په اشارې ټینګار کوي وايي، تر کومه چې افغانستان سولې ته رسېږي، د امریکا مالي او نظامي مرستې به له دې هېواد سره روانې وي او په دې اړه مدون اسناد موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغانستان ته راغی، څو د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوی جنجال حل کړي، دا چې هغه ونه‌توانېد دا ستونزه حل کړي، امریکا له افغانستان سره خپل د میلیارد ډالر مرستې د کمولو اعلان وکړ.

په دې وروستیو کې ارګ او سپېدار ویلي، دواړه لوري مذاکراتو ته چمتو دي، څو اوسنی اختلاف حل شي.

XS
SM
MD
LG