د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

'طالبان په لویو بریدونو او جنایتونو کې د ښکېلو قوماندانو ازادېدل غواړي'


ارشیف، په پلچرخي کې یو شمېر بنديان شوي طالبان
ارشیف، په پلچرخي کې یو شمېر بنديان شوي طالبان

د افغان حکومت له زندانونو د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د ازادۍ هڅې د سولې کړکۍ، که د جګړې د میدانونو د ګرمېدو هڅه؟!

د افغانستان حکومت، تازه له خپلو زندانونو څخه د طالب بندیانو د خوشې کېدو د ځنډ لامل د نوموړې ډلې له‌خوا د ۱۵ قوماندانانو د ازادېدو غوښتل یاد کړي.

د افغانستان حکومت وايي د دغو طالب قوماندانانو د خوشې کېدو په اړه چې په لویو بریدونو او بشر ضد جنایتونو کې د ښکېلتیا له کبله نیول شوي دي، د دې ډلې د پلاوي غوښتنه د منلو نه‌ده.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان حکومت له خپلو زندانونو څخه د ۴۰۰ بندیانو د ازادېدو لپاره چمتووالی لري، خو که طالبان خپل دا ډول ټینګار ته دوام ورکړي، د سولې د خبرو پر وړاندې به خنډونه را منځته کړي.

د سیمه‌‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک
د سیمه‌‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک

ښاغلی بېک پر دې خبرې له ټینګار سره چې امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه کې د طالب زندانیانو مشخصاتو ته پام نه‌دی کړی، زیاتوي: "د طالبانو جنایتونه تر اوسه هم روان دي. له ځوانانو او سپین ږیرو څخه‌یې چې دولتي کارکوونکي هم نه‌وو، سرونه پرې کړل. د امریکا او طالبانو په هوکړه کې لیکل شوي، څو ۵۰۰۰ طالب زندانیان له بنده ازاد شي، خو دا په‌کې نه‌دي لیکل شوي چې احمد او که محمود. په دې شمېر کې ځیني په لویو بریدونو او بشر ضد جنیاتونو کې ښکېل دي. دوی همدا ډول د خپلو ۱۵ قوماندانانو د ازادېدو غوښتنه کوي، ټینګار هم یو حد لري، له دې زیاد هېڅ د زغم وړ نه‌دي. ایا پرې یې ږدو چې ولاړ شي او د جګړې میدانونه تاوده کړي."

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له دې د ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار وحید عمر ویلي و، تر کومه چې طالبان د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه تضمین ورنه‌کړي، طالب بندیان به خوشې نه‌شي.

وحید عمر
وحید عمر

ښاغلي عمر زیاته کړې وه، که طالبان د سولې د خبرو په وړاندې د زندانیانو خلاصون د شرط په توګه هم مطرح کړي، دوی به‌یې ونه‌مني.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، هغه ۱۵ تنه چې دوی یې اوس د ازادېدو غوښتنه کړې، د همدې ۵۰۰۰ کسانو له نوم‌لړ څخه ټاکل شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، دا نوم‌لړ د شوې هوکړې له مخې چمتو شوی دی.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "دا ۱۵ تنه د هماغو ۵۰۰۰ کسانو له نوم‌لړ څخه ټاکل شوي دي. له هغې نوم‌لړ څخه جلا نه‌دي. دا نوم‌لړ هم د هغې هوکړې پر بنسټ جوړ شوی چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو او مقابل لوري ته وسپارل شو. بدبختانه باید ووایم چې کله په یو او کله هم په بله بهانه زموږ د بندیانو خلاصون ځنډول کېږي. د ویلو ده چې د زندانیانو ازادي د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیل وړاندې یو اساسي ګام دی."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

طالبانو له دې وړاندې هم په ځلونو د خپلو زندانیانو ازادېدل د بین‌الافغاني خبرو له پیل مخکې یو شرط بللی او ویلي یې دي، دا موضوع‌یې له امریکا سره هوکړه کې هم شامله ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ باید د طالب زندانیانو ازادي د افغانانو ترمنځ له خبرو وړاندې او د هوکړې په ۱۰مه ورځ پیل شي، هغه بهیر چې لا تر اوسه پیل شوی نه‌دی.

XS
SM
MD
LG