د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د طالبانو سیاسي دفتر: خوشې کېدونکي بنديان مو جګړې ډګر ته نه ځي


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځينې غړي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځينې غړي.

د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د دوى بندیان به تر خوشې کېدو وروسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

د حکومت او طالبانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په اړه له خبرو وروسته اوس طالبان وايي، د دوی بندیان به تر ازادېدو ورسته د جګړې ډګر ته ستانه نشي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: " زموږ بندیان به خپلو کورونو ته راستانه شي او اړتیا نشته چې جګړې ته مخ کړي، له امریکا سره په هوکړه لیک موږ په دې اړه تضمین شوی چې زموږ بندیان به د جګړې لیکو ته نه ستنېږي."

له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته ویلي و، چې له تخنیکي پروسې وروسته به د بندیانو د خوشې کېدو زمینه سازي وشي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي و چې د مارچ په ۳۱ مه ڼېټه به د بندیانو د تبادلې لړۍ پیل شي خو دغه پروسه تر اوسه نه ده پیل شوې.

شاهين
شاهين

افغان حکومت تل دا ویلي چې طالبان باید د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره طالبان اوربند وکړي او یا هم د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي خو د دوی په باور چې طالبان اوس هم جګړې ته دوام ورکوي.

هڅه مو وکړه د طالبانو د تازه څرګندونو په اړه چې ویلي دي د دوی بندیان به تر خوشې کیدو وروسته د جګړې ډګر ته نه ستانه نشي د افغانستان د ملي امنیت شورا او د دسولې په چارو کې د دولت وزارت نظر هم واخلو خو دوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کار پوهان وايي، په داسې حال کې چې جګړه روانه ده په داشان شرایطو کې د جګړې ډکر ته د خوشې کېدونکو طالب بندیانو بېرته ستنېدل یو ستر خطر بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني معین میرزا محمد یارمند په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې جګړه روانه ده او طالبان په یو شمېر ځایونو بریدونه کوي او خپلو دې بریدونو ته دوام هم ورکوي، که د دې ډلې بندیان خوشې شي او بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي په دې برخه کې څه ضمانت موجود ده؟. "

د ښاغلي یارمند په خبره، طالبان باید د ښه نیت معلومولو لپاره اوربند وکړي.

د نوموړي په بارو که طالب بندیان له بند څخه ازاد شي د دې وېره موجوده ده چې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG