د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کابل ته د طالبانو راغلی پلاوی به څه کوي؟


طالب پلاوي په قطر کې
طالب پلاوي په قطر کې

د طالبانو ډلې یو پلاوی کابل ته د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره استولی دی. دا درې کسیز پلاوی پرون کابل ته ورسېد.

د طالبانو او افغان حکومت د زرګونه زندانیانو ازادول د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د هغه تړون برخه جوړوي چې د فبرورۍ په وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د نومبر له میاشتې راپه دې خوا چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د طالبانو رژیم نسکور شو، دا د دغې ډلې لومړی رسمي پلاوی دی چې پلازمېنې کابل ته تللی دی.

کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي راتګ ځنډیدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو یو ۱۰ کسیز پلاوی د خپلو زندانیانو د خوشې کولو لپاره کابل ته ولاړ شي، خو د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د کرونا ویروس له وېرې دا هیئت درې تنو ته راکم شو. مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې د طالبانو تخنیکي پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

د کابل په پلچرخي زندان کې نیول شوي طالبان
د کابل په پلچرخي زندان کې نیول شوي طالبان

د هغه تړون له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، افغان حکومت باید د طالبانو نږدې پنځه زره بندیان خوشې کړي او طالبان د حکومت شاوخوا زر تنه له بنده ازاد کړي.

د افغانستان حکومت د طالبانو د پلاوي په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د دوی د هیئت تر سفر مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي و چې حکومت او طالبانو موافقه کړې ده چې د طالبانو یو پلاوی کابل ته راشي او د مخامخ خبرو له لارې د زندانیانو د ازادۍ مسئله وڅېړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

له دې سره په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه پلاوي ستاینه کړې ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره افغان حکومت ټاکلی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو پرون په واشنګڼن کې وویل چې دا ټیم پراخ‌بنسټه دی.

د افغان حکومت د پلاوي په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي چې په دې ۲۱ کسیز پلاوي کې درې ډوله کسان راغونډ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د دې پلاوي په ترکیب کې درانه کسان لیدل کېږي چې په افغانستان کې سیاسي تجربه لري، ښه شهرت لري، د افغانستان د ادارو تجربه لري او افغانستان ښه پېژني. دوهم ډله هغه کسان دي چې له بده مرغه د سیاسي او حتی د سیاسي کسانو د کورنیو غړي دي چې د افغانستان په تېره کې یې هم په سیاست کې ونډه لرله او په دې بحثونو کې داخل شوي دي. بله ډله هغه خلک دي چې ډېر سمبولیک او د ځینو په باور دوی تر دې حده ناخبره دي چې حتی د ځینو کورنۍ له افغانستانه بهر دي او ښایي له قضیو تر دې برید ناخبره وي چې نه‌یې په خبرو سر خلاص شي او نه افغانستان وپېژني."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره اوونۍ پنجشنبه د دې پلاوي غړي اعلان کړل چې مشري یې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی کوي او پنځه تنه‌یې ښځې دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی

اروپایي ټولنې په بشپړه توګه د دې پلاوي ملاتړ کړی دی. طالبانو پخوا ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره چې امریکا یې ملاتړ کوي، خبرې نه‌کوي، خو په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره د سولې تر تړون وروسته‌یې موافقه وکړه چې له افغان لوري سره د ۱۹ کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره خبرو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG