د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

'د طالبانو یوه ډله کابل ته راغلې'


افغان حکومت تر اوسه کابل ته د طالبانو د پلاوي د رارسېدو په اړه تبصره نه‎ده کړې.
افغان حکومت تر اوسه کابل ته د طالبانو د پلاوي د رارسېدو په اړه تبصره نه‎ده کړې.

طالبان وايي د دغې ډلې ۳ غړي کابل ته رسېدلي ترڅو د افغان حکومت له‌خوا د خپلو بندیانو د خوشې کولو پر پروسې څار وکړي.

د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه درې کسیز ټیم نن سې شنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۹» کابل ته راغلی دی.

د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د امریکا په مشرۍ د ګډو نړیوالو ځواکونو له لوري د طالبانو رژیم د نسکورولو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې یو رسمي پلاوی کابل ته راځي.

افغان حکومت تر اوسه کابل ته د طالبانو د پلاوي د رارسېدو په اړه تبصره نه‎ده کړې.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي چې افغان حکومت او طالبانو د دغې ډلې د بندیانو په اړه د مخامخ خبرو لپاره کابل ته د دغه پلاوي پر راستولو هوکړه کړې ده.

په هغه هوکړه‌لیک کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو راغلي چې افغان حکومت دې د بین‎الافغاني مذاکراتو له پیل مخکې د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې لپاره د افغانستان په زندانونو کې بند ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

دغه‎راز په دغه هوکړه‎لیک کې راغلي چې طالبان به هم ۱۰۰۰ افغان ځواکونه او ملکي کسان چې د دغې ډلې سره بندي دي، خوشې کوي.

د هوکړه‎لیک پر بنسټ، د طالبانو استازو منلې چې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.

په دغه هوکړه‎لیک کې طالبان ژمن شوي چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو پر ضد ونه‎کارول شي.

د دغې ژمنې او له افغانستان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیل په بدل کې، امریکا ژمنه وکړه چې په ۱۴ میاشتو کې به له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي.

سرچینې: اې‎پي، اې‎ای‎پي او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګه

XS
SM
MD
LG