د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

طالبان: د افغان حکومت د زندانیانو راسپارل شوی لېست ناقص دی


د وسله‌والو طالبانو بیرغ
د وسله‌والو طالبانو بیرغ

د طالبانو ویاند وايي هغه لېست چې افغان حکومت دوی ته د زندانیانو په اړه سپارلی ناقص دی.

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې ۱۰۰۰ بندیان د طالبانو له لوري او ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له لوري په جلا پړاونو کې ازاد شي، خو طالبان وايي تر دې مهاله افغان حکومت دوی ته د ۹۰۰ بندیانو لېست سپارلی او د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د افغان حکومت له لوري په سپارل شوي لېست کې د یو شمېر هغه پوځیانو نومونه شامل دي چې له داعش وسله‌والې ډلې په سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په سپارل شوي لېست کې د داسې پوځیانو شمېر هم شته چې د نیول کېدو نېټه‌یې نه‌ده په ډاکه شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل ادعا کوي چې د افغان پوځیانو کره لېست له حکومت سره نه‌شته.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل

ښاغلی نبیل زیاتوي: "هغه معلومات چې موجود دي، له طالبانو سره د افغان پوځیانو د ۳۰۰ کسانو لېست هم نه‌شته، د معلوماتو له مخې په دې کې شاید یو شمېر شهیدان شوي وي او یا هم کوم بل ځای ته تښتېدلي چې افغان حکومت‌یې په اړه دقیق شمېر نه‌لري."

نوموړی وايي، له طالبانو سره د افغان پوځیانو په لېست کې ممکن هغه کسان هم شامل وي چې د شخصي دعواو او یا هم په سیمه کې د یو جرم له کبله طالبانو سره بندیان شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له طالبانو سره د جګړې دوام د بندیانو په لېست کې تغییرات راوستي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، هغه کسان چې په دې اړه خبرې کوي باید مسؤلانه وي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلی فیصل زیاتوي: "طالبانو تر اوسه هم اوربند نه‌دی کړی او خپلو تاوتریخوالي ته‌یې په افغانستان کې دوام ورکړی، همدغه دلیل دی چې د بندیانو په شمېر کې تغییرات راځي او هغه څوک چې په دې برخه کې څرګندونې کوي باید مسؤلانه واوسي نه دا چې تیتې خبرې وکړي، د زندانیانو پروسه یو تخنیکي او عدلي پروسه ده."

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و چې له افغان حکومت سره د زندانیانو پر خوشې کېدو هوکړه شوې.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر لیکلي و چې دواړو طرفونو له ۴ ساعته وېډیو کنفرانس له لارې وروسته دې پایلې ته رسېدلي.

هغه ویلي و چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم به د زندانیانو د خوشې کېدو لپاره د بګرام زندان ته لاړ شي.

افغان حکومت په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي وه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنخ یوه ناسته د کېدو په حال کې ده.

XS
SM
MD
LG