د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

سټولټنبرګ: طالبان دې له امریکا سره د شوي تړون پر اساس په خپلو ژمنو ټینګ اوسي


د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې له امریکا سره د شوي تړون په اساس په خپلو ژمنو متعهده پاتې شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ډاډ ورکړ سره له دې چې نړۍ د کرونا ویروس له ناورین سره مخ ده د دغه سازمان عسکر په افغانستان او نورو سیمو کې د خپلو ماموریتونو مخته وړلو ته چمتو دي.

هغه دا خبره د ناټو له مقره په یوه ویډیويي کنفرانس کې پنجشنبه وکړه.

د ښاغلي سټولټنبرګ په دې څه کم یو ساعته کنفرانس کې دوه درې پوښتنې د افغانستان په اړه هم وشوې.

یوه له افغانستانه د پوځیانو د کمولو پروسه وه چې ښاغلي سټولټنبرګ یې په ځواب کې وویل: "دا ممکنه ده چې موږ د پوځیانو د کمولو پروسې ته دوام ورکړو خو په مسوولانه توګه یې ترسره کړو، موږ غواړو د ناټو د عسکرو شمېر له شپاړسو زرو نه شاوخوا دولسو زرو ته راکم کړو، موږ په طالبانو غږ کړی او بیا یې کوو چې په افغانستان کې زموږ د پوځیانو د شمېر کمول مشروطه دي، موږ په طالبانو غږ کوو چې په تړون کې په خپلو ژمنو متعهده شي، موږ ( ناټو ) به له افغانستان سره متعهده پاتې شو. "

امریکا او طالبانو د قطر په پلازمینه دوحه کې د فبروري په ۲۹ باندې تړون لاسلیک کړ.

د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک مراسمو یو انځور
د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک مراسمو یو انځور

د دغه تړون له مخې به په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو شمېر کمیږي او بیا به په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځيان دا هېواد پریږدي.

په مقابل کې طالبان مکلفه ګرځول شوي چې بین الافغاني خبرو او سولې ته غاړه کیږدي او یقیني کړي چې له ترهګرو ډلو سره نه یواځې چې اړیکې پرې کوي بلکې په وړاندې یې دریږي.

طالبانو ویلي چې دوی په خپلو ژمنو متعهده پاتې کېږي خو ضرور ده چې د دوی پنځه زره بندیان خوشې شي او ورسره شوې ژمنې تطبیق شي.

د ناټو عمومي منشي وویل د دغه تړون د تطبیق لپاره مهمه ده چې افغان سیاسي خواوې سره متحدې شي.

هغه زیاتوي: "موږ کوم سیاسي کړکیچ چې اوس په افغانستان کې روان دی په اړه یې اندېښمن یو، زه په کابل کې وم کومه ورځ چې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو تړون لاسلیک او اعلان شو، د دې لپاره چې یقیني کړو دا تړون عملي کیږي موږ یوه متحد افغان حکومت ته اړتیا لرو چې وکولای شي د یوې سیاسي مذاکراتي پروسې برخه و اوسي، او یقیني کړي چې موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه لرو."

سټولټنبرګ داسې وخت دا خبره وکړه چې له طالبانو سره د امریکا د سولې د تړون په دوام په کابل کې هم افغان ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست لوړه وکړه او هم پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د انتخاباتو پایله یې نه وه منلې د لوړې هوډ پر ځای کړ.

امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان ځینو سیاستوالو له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامدکرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف هڅه وکړه چې افغان ولسمشر اشرف غني او پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره جوړ راولي خو لا د دغو هڅو څه نتیجه نه ده راوتلې.

XS
SM
MD
LG