د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

سولې عالي شورا: د حکومت پلاوی له لاسته راوړنو پرته له دوحې راغلی


له دوحې راستون شوی د افغان حکومت د تماس مقدماتي پلاوی
له دوحې راستون شوی د افغان حکومت د تماس مقدماتي پلاوی

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د حکومت د تماس هغه مقدماتي پلاوی چې دوحې ته تللی و، له لاسته راوړنې پرته بېرته راستون شو.

دغه شورا وایي د حکومت د تماس مقدماتي ډلې سره چې دوحې ته د بین‌الافغاني مذاکراتو د اجنډا پر سر د بحث په هدف ورغلې وه، طالبانو نه‌دي کتلي.

د دغې شورا مرستیال دین محمد وویل له وړاندې په ډاګه وه چې طالبان د حکومت له استازو سره هېڅ ډول خبرې نه‌کوي چې د نوموړي په خبره همداسې هم وشول.

ښاغلي دین محمد د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۳» ازادي راډيو ته وویل دا پلاوی له پلان پرته د حکومت په استازیتوب مشخص شوی و.

د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد
د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "هغه پلاوی چې له افغانستانه د تماس ډلې په نوم تللی و، هغوی غوښتل د بندیانو د موضوع په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي، خو طالبانو ونه‌منل، دغې ډلې څو ورځې تېرې کړې بېرته راوګرځېدل په ټوله کې ورسره چا ونه‌کتل او دا ښه کار ونه‌شو دا پلاوی باید ټول‌شموله وی چې د طالبانو د منلو وړ ګرځېدلی وی."

په دې پلاوي کې چې شپږ غړي دي، د حوت میاشتې په اتمه قطر ته ولاړل او د هغوی هدف له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو په اجنډا بحث و.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت له دغې ډلې سره‌یې نه‌دي کتلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

دغه شپږ کسیز پلاوي ۱۵ ورځې په قطر کې تېرې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دا پلاوی تېره ورځ بېرته کابل ته راستون شوی دی.

که څه هم په دغه خبرپاڼه کې د حکومت د تماس ډلې او په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې د لیده کاته څه نه‌دي ویل شوي، خو په‌کې ویل شوي چې د دغې ډلې غړو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له استازي او ځینو نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په دوحه کې لیدلي دي.

یو لامل چې طالبانو یې له امله له دغه پلاوي سره خبرې رد کړي د طالب بندیانو خوشې کېدو مسئله ده او طالبانو ویلي دي تر هغه چې د دوی بندیان خوشې نه‌شي کله به هم د افغان حکومت له استازو سره خبرو اترو ته کېنني.

خو ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان د صادرولو ترڅنګ دا هم وویل چې ژر به د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ بشپړ کړي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې د طالب بندیانو د خوشې کولو د فرمان د ورکولو سربېره، دا ځل به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني؟
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

د دې پوښتنې په ځواب کې د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل: "زه باور نه‌لرم چې د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کېدو سره دې هم دغه ډله له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي، ممکن د افغانستان له خلکو سره به خبرې وکړي، خو د حکومت په توګه طالبان حاضر نه‌دي چې د هغه شمېر بندیانو په خوشې کېدو هم خبرې اترې وکړي."

طالبانو نه‌یوازې د افغان حکومت له وراستول شوي پلاوي سره لیدلي نه‌دي، بلکې له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته‌یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپلې حملې له سره پیل کړي په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

خو نن د افغانستان د ملي دفاع وزارت طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که خپلو حملو ته دوام ورکوي، افغان امنیتي ځواکونه به هم خپل یرغلیز عملیات بېرته پیل کړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل هغه موده چې د دولت له لوري طالبانو ته ورکړل شوې، نن پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG