د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

مکينزي: طالبان خپلو ژمنو ته درناوی نه کوي


جنرال فرانک مکينزي
جنرال فرانک مکينزي

د امريکا يو لوړ رتبه پوځي جنرال له طالبانو سره د سولې د پروسې په اړه له مايوسۍ ډک نظر ورکړى دى.

د منځني ختيځ لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو يو عالي رتبه قوماندان وايي په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ حملې تر هغه حد زياتې دي، چې د سولې په موافقه کې ورته ټاکل شوى و.

جنرال فرانک مکينزي ويلي، دى ډاډمن نه دى چې طالبان دې خپلو هغو ژمنو ته درناوى وکړي، چې په موافقه کې درج شوي دي.

قطر کې امریکايي او طالب استازي د سولې موافقې د لاسلیک پرمهال
قطر کې امریکايي او طالب استازي د سولې موافقې د لاسلیک پرمهال

په افغانستان کې د ١٨ کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ موافقه د فبرورۍ مياشتې پر ٢٩مه په دوحه کې لاسليک شوه.

د امريکا دغه پوځي جنرال پرون د کانګرس د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په خبرو کې وويل، واشنګټن په پام کې لري تر دوبي پورې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر ٨٦٠٠ ته راکم کړي.

خو فرانک مکينزي وايي، امريکا تر اوسه داسې پوځي پلانونه نه دي طرحه کړي، چې په راروانو ١٤ مياشتو کې هغسې چې د سولې په موافقه کې يې غوښتنه شوې، له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ١٣٠٠٠ ته رسېږي، چې ٨٠٠٠ يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په روزنه او سلا مشوره بوخت دي.

شا و خوا ٥٠٠٠ نور امريکايي پوځيان د ټروريزم ضد عمليات کوي او د غوښتنې په صورت کې د افغانستان د پوځ نظامي ملاتړ برابروي.

د منځني ختيځ لپاره د امريکا لوړ رتبه قوماندان جنرال مکينزي ويلي: "که طالبان د خپلو اوسنيو حملو حد راکم نه کړي، نو د امريکا سياسي رهبري به دغه وضعيت ته په کتو پرېکړې کوي."

دغه امريکايي جنرال زياته کړه، د راتلونکي په اړه خوشبيني او بدبيني ځکه مهمه نه ده چې هره پرېکړه به د عمل په ډګر کې واقعيتونو ته په پام کېږي.

د امريکا پوځ پرون سې شنبه وويل، چې دوى له افغانستانه د خپلو پوځيانو ايستل پيل کړي او له طالبانو سره د سولې موافقې له مخې يو ګام اوچتوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې وه بين الافغاني خبرې پرون سې شنبه يعنې د مارچ پر لسمه پيل شي.

طالبانو د بين الافغاني مذاکرو تر پيل مخکې د خپلو ٥٠٠٠ بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهوري رياست پرون ناوخته وويل، د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د طالب بنديانو د خوشې کېدو فرمان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسليک شوى دى.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د لوړې په مراسمو کې ويلي وو، چې د طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه به د سې شنبې په ورځ فرمان صادر کړي.

ولسمشر غني د لوړې وروسته د خبرو پرمهال
ولسمشر غني د لوړې وروسته د خبرو پرمهال

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي تېره شپه په ټويټر کې ليکلي د کب یا حوت مياشتې له ٢٤ مې به د پروان له زندان او توقيفځايونو څخه د ١٥٠٠ بنديانو د خوشې کېدو پروسه پيلېږي او د ورځې به ١٠٠ تنه بنديان د هغوى عمر، صحي وضعيت او د حبس مودې ته په پام سره خوشې کېږي.

طالبانو ويلي چې دوى به هم هغه ١٠٠٠ بنديان چې افغان پوځيان او ملکي مامورين په کې شامل دي خوشې کوي.

XS
SM
MD
LG