د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ډونالډ ټرمپ: د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي طالبان افغان حکومت ته سقوط ورکړي


د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې امکان نه دی رد کړی چې ښايي له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اوسنی حکومت چې غرب یې ملاتړ کوي، طالبان ونیسي.

ډونالډ ټرمپ پرون د مارچ په شپږمه، په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: "هېوادونه، په نهایت کې، باید د ځان غم وخوري، موږ هلته د نورو شلو کلونو لپاره نه شو پاتې کېدای، موږ هلته شل کاله تېر کړل او موږ د هغه هېواد ساتنه کوله، موږ نور شل کاله نه شو پاتې کېدای، بلاخره، هغوي باید ځان وساتي، پوهېږئ؟ دا کار باید ډېر پخوا شوی وای، سړی تر کله د بل چال لاس نیولی شي، موږ ته ښايي چې د خپل هېواد چارو ته پام را ورګرځوو."

امریکا د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

متحد ایالات په افغانستان کې ۱۳ زره عسکر لري.

له طالباو سره د امریکا په موافقه کې منل شوې چې په ۱۳۵ ورځو کې به د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کموي او بیا به دا بهیر درېږي، د افغانستان وضعیت به ارزول کېږي او که ثابته شوه چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي، ټول امریکايي عسکر به له افغانستانه وځي.

قطر کې د امریکايي او طالب استازي ترمنځ د سولې د تړون مراسم
قطر کې د امریکايي او طالب استازي ترمنځ د سولې د تړون مراسم

د دې بهیر لپاره ۱۴ میاشتې وخت په پام کې نیول شوی دی.

طالبانو له امریکا سره د امنیت په برخه کې ځانګړې ژمنې کړې او تعهد یې کړی دی چې په بین الافغاني خبرو کې به ګډون کوي.

پرون په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا طالبان کولای شي چې په افغانستان کې موجود حکومت ته سقوط ورکړي؟

ډونالډ ټرمپ په ځواب کې وویل چې داسې باید ونه شي، خو داسې ښايي وشي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د ډونالډ ټرمپ د دې وینا په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې دا بیان ورکړی چې پرون په کابل کې د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین پر مراسمو په وسله واله حمله کې ۳۲ ملکي افغانان ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت وویل چې ۵۸ ملکي وګړي زخمیان شوي دي.

د کابل د تېرې ورځې پېښې یو ټپي
د کابل د تېرې ورځې پېښې یو ټپي

د امریکا او طالبانو د سولې تر موافقې وروسته، دا په کابل کې لومړه ستره او خونړۍ حمله وه.

په مړو او زخمیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په پرونیو مراسمو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، دا فغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو پېژندل شوو سیاستوالو برخه درلوده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر "یوناما" په یوه بیان کې دا حمله په شدت غندلې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی تدامیچي یاماموتو
په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی تدامیچي یاماموتو

د یوناما په خبرپاڼه کې د تدامیچي یاماموتو په حواله لیکل شوي چې پر ملکي وګړو عمدي حمله په شدت غندي.

د حملې مسئولیت د داعش وسله والې ډلې اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG