د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د ملي امنيت شورا: طالبان بايد دا تضمين ورکړي چې نور د نشه يي موادو له کاروبار څه لاس اخلي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د امريکايانو او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې د نشه يي موادو نه يادول د اندېښنې وړ خبره ده.

د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د سولې په تړون کې طالبانو دا تضمین ورکړی چې له تراهرو ډلو سره به خپلې اړيکې پرې کوي، خو په دې تړون کې نشه يي موادو ته چې د طالبانو او تراهګرو ډلو اصلي مالي سرچينه ده، هیڅ اشاره نه ده شوې.

د افغانستان د ملي امنيت مشاور وايي، که په افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ شي، نړيواله ټولنه به د نشه يي بوټو د کښت، توليد او قاچاقو په اړه پټه خوله پاته نه شي، نو له دې امله بايد طالبان دا تضمين ورکړي چې د نشه يي موادو له کاروبار څخه به لاس اخلي.

د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو په بهير کې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ خبرو کې د نشه يي موادو موضوع د بحث يوه مهمه برخه وي.

هغه وویل: "زموږ بحث دا دی چې کله موږ د بين الافغاني مذاکراتو په لړ کې له طالبانو سره خبرو ته کېنو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو سره خبرې کوي، په دې خبرو کې به يوه موضوع هم د نشه يي موادو وي، ځکه دا مهال چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې کومه جګړه روانه ده، د پیسو سرچينه يې همدا نشه يي مواد دي، له همدې امله مهمه ده چې طالبان په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړي."

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکي ادارې يا سيګار د څېړنو پر بنسټ طالبان هر کال د نشه يي موادو له کښت، توليد او قاچاقو سره د همکارۍ له لارې پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالره تر ګوتو کوي.

د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت د راپور له مخې، امريکايي نظامي ځواکونو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ميلادي کلونو کې د هوايي بمباريو له لارې په طالبانو پورې تړلې د نشه يي موادو لسګونه کارخانې ويجاړې کړي او يوازې يې په فراه ولايت کې د دوه سوه ميليونو ډالرو په ارزښت هيرويين له منځه وړي چې په طالبانو پورې يې اړه درلوده.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي چې، نشه يي مواد يوه نړيواله ستونزه ده، بايد له طالبانو څخه دا تضمین واخیستل شي چې د نشه يي موادو له مافيايي ډلو سره به خپلې اړيکې شلوي.

هغه زیاتوي: "د دې تړون ټول مواد باید يو ضمانت ولري، د افغانستان خلکو ته بايد نړيوال تضمين ورکول شي او بايد څارنه يې هم نړيواله ټولنه پر غاړه واخلي. له دې موضوعاتو څخه يو يې هم د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق دی، ځکه چې نشه يي مواد تر تراهګرۍ ډېر خطر لري او زموږ د خلکو ټول زور يې اوبه کړی دی. بايد د نشه يي موادو په اړه هم يو تړون وشي چې زموږ خلک له دې ناورين څخه وژغورل شي او دا موضوع هم يو پياوړی ضمانت غواړي."

د طالبانو وياند تر دې مخکې د ليکلي پيغام له لارې ازادۍ راډيو ته ويلي وه چې دوی د نشه يي موادو په کښت، توليد او قاچاقو کې لاس نه لري، خو د افغان دولت او ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې د ډېری کوکنارو کښت او هیرويينو جوړول په هغو سيمو پورې اړه لري چې د طالبانو په واک کې دي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG