د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

'افغان حکومت د بین‌الافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکلی او چمتو دی'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتو دی.

دغه وزارت وايي افغان حکومت د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره خپل پلاوی ټاکلی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۹» ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د پلاوي په اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل، هېڅ څه هم د مزاکراتو مخه نه‌شي نیولی.

هغې زیاته کړه: "په پلاوي باندې اخري کار شوی دی او هغه کسان چې باید پلاوي کې ګډون وکړي ټاکل شوي دي او موږ پوره چمتووالی لرو، د مذاکراتو پیلېدو لپاره د دواړو لورو نیت او اراده مهمه ده، که مقابل لوری مذاکراتو لپاره چمتو وي او ګډون وکړي موږ هم اماده یو او هېڅ شی هم د مذاکراتو مخه نه‌شي نیولی."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ د ملي شورا ۱۷مې دورې دوهم تقنیني کال پرانیست غونډه کې وویل چې د حوت تر ۲۰مې نېټې به افغان مذاکراتي پلاوي ټاکل بشپړ کړي.

ښاغلي غني له ملي شورا هم وغوښتل چې خپل اووه کسه غړي په یوه ورځ کې دوی ته وروپېژني چې درې یې باید ښځې وي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ بین‌الافغاني خبرې باید د روان میلادي کال د مارچ په ۱۰مه یعنې د سې شنبې په ورځ پیل شې.

دا هوکړه چې "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" نوم ورکړل شوی و د امریکا په استازیتوب د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دقتر د مشر ملا برادر له‌خوا تېره شنبه په دوحه کې لاسلیک شوه.

د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر خلیل صافي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغان حکومت له‌خوا د مذاکراتي پلاوي په جوړېدو کې ځنډ، د ټاکنو وروستیو پایلو جنجالونه او د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له‌خوا د لوړې بېلابېل مراسم به طالبانو ته دا فرصت ورکړي چې ځان راتلونکو مذاکراتو کې برلاسی کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک

ښاغلي صافي زیاته کړه چې د هېواد دننه شته کشمکشونه کولای شي د سولې په تړاو راتلونکي بین‌الافغانی مذاکرات وځنډوي.

نوموړي وویل: "د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د مذاکراتي پلاوي په تړاو اختلاف نظر د ټاکنو پایلو په تړاو رامنځته شوی کړکېچ ممکن د بین‌الافغاني خبرو د ځنډ لامل شي. که چېرته اختلاف نظر او د پلاوي په تړاو دغسې کشمکشونه روان وي او مذاکرات څو اړخیز واوسي، نو مذاکراتو کې به طالبان برلاسي شې دا مذاکرات به د هغوی په ګټه تمام شي."

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې تر کومه هغه طالب بندیان چې امریکا سره‌یې په خوشې کولو هوکړه شوې وه، سرنوشت معلوم نه‌شي دوی افغان حکومت سره د خبرو مېز ته نه‌کېني.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده وايي چې د طالب بندیانو خوشې کېدل یو مېکانیزم ته اړتیا لري چې د بین‌الافغاني خبرو په لړ کې به پرې خبرې وشي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو تازه نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

اوس ولیدل شي چې نن د لوړې په مراسمو کې د حکومتي چارواکو، سیاسیونو او د ملي شورا د غړو ګډون ته په پام سره دا خبرې به سبا یعنې په خپل وخت پیل شي که څنګه؟ هغه خبره چې تر اوسه‌یې په غوڅ ډول په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG