د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

یو هېواد دوه لوړې؛ د غني او عبدالله ټاکنیزې ناندرۍ لاهم ترینګلي حالت کې دي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په افغانستان کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته یوه ورځ پاتې ده، خو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو د لوړې تابیا کړې او مېلمنو ته‌یې بلنلیکونه لېږلي دي.

په افغانستان کې د ولسمشر د لوړې مراسم سبا دوشنبه ترسره کېږي، خو داسې ښکاري چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ټاکنیزې ناندرۍ لاهم په ترینګلي حالت کې پاتې دي.

تېر ځل د همدې ناندریو په پایله کې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت جوړ کړ، خو دا ځل خبره په ظاهره د دوو حکومتونو جوړېدو ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې سبا محمد اشرف غني د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړي، دغو مراسمو لپاره مېلمنو ته له پرون راهیسې بلنلیکونه هم استول شوي دي.

د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو بلنلیک
د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو بلنلیک

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره خبرو کې د بلنلیکونو موضوع تأیید کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: "د تحلیف مراسم له ټاکل شوې مودې سره سم کېږي چې هغه د کب ۱۹مه نېټه ده، د دې لپاره ټولې تیاریانې نیول شوې دي، کورني او بهرني مېلمانه ورته راغوښتل شوي او دا به شانداره او تاریخي مراسم وي."

د ولسمشر مرستیال ویاند دو اخان مینه‌پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دو اخان مینه‌پال

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰,۶۴ فیصده رایو په ګټلو، بریالی اعلان شو.

خو د محمد اشرف غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله دا اعلان ونه‌مانه او له خپله اړخه‌یې د ده په ټکو د ټول‌شموله دولت د جوړېدو خبره وکړه.

اوس د ښاغلي عبدالله د ویاند مرستیال امېد میثم وایي، سبا دوشنبه د ښاغلي عبدالله لوړې ته هم مېلمانه رابلل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د ټول شموله دولت د ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله لوړې ته ټولې تیارۍ نیول شوې دي، هڅه دا ده چې دا مراسم شانداره او د ټول شموله دولت او ثبات او هم‌پالنې ټيم وړ وي، دې مراسمو کې به د پام وړ مشران او سیاستوال ګډون وکړي."

د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو بلنلیک
د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو بلنلیک

خو د افغانستان قوانین د لوړې د دوو بېلابېلو مراسمو په اړه څه وایي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده شهلا فرید دې پوښتنې ته په ځواب کې وایي: "د ټاکنو د قانون او اساسي قانون له مخې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني چې د کمېسیون له‌خوا بریالی اعلان شوی، دا واک لري چې لوړه ترسره کړي، خو دا چې ناندرۍ رامنځته شوي، مخالف ټیم ځان بریالی اعلان کړی، د عبدالله عبدالله د بریالیتوب اعلان ټاکنو کمېسیون نه، بلکې د دوی ټیم خپله کړی دی، نو ځکه محمد اشرف غني چې کومه لوړه کوي، له اساسي قانون او ټاکنو قانون سره سمه ده او باید ترسره شي."

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د لوړو له مراسمو وړاندې سیاسي تفاهم ته سره ورسېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون منشي فوزیه وايی، په یوه هېواد کې دوه حکومتونه د شرم خبره ده او په کار ده چې دواړه مشران په خپلو کې جوړ جاړی وکړي.

هغه زیاتوي: "ولسمشر غني ځانته او اجرائیه رئیس ځانته د بلنې کارتونه ویشلي، په یوه هېواد کې دوه حکومتونه نه کېږي، په لومړي سر کې باید دوی سره کېني په خپلو کې سره جوړ شي، تفاهم دې وکړي، بیا دې د لوړې مراسم ونیسي."

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له‌خوا د لوړې بېلابېلو مراسمو ته چمتووالی داسې مهال نیول شوی چې ټاکل شوې د لوړې په سبا د ناروې پلازمېنه اسلو کې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

د جرمني (ډي‌پي‌اې) اژانس ویلي، د افغان چارواکو دا مخالفت ممکن له طالبانو سره په خبرو کې د افغان دولت دریځ کمزوری کړي.

XS
SM
MD
LG