د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د غني او عبدالله د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د خبرو اجڼدا څه وه؟


ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله
ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله

د ولسمشر غني او عبدالله د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د خبرو اجڼدا څه وه؟

د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لخوا بریالی نه دی اعلان شوی تېره شپه یې د یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکې ویلي چې د ثبات او همپالنۍ او دولت ساز انتخاباتي ډلو ترمنځ د رامنځته شوي انتخاباتي بحران د حل لپاره خبرې کړي.

هغه د دې خبرو جزییات ورنه کړل خو وې ویل چې لومړۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ شوې.

خو د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې غړی فضل احمد معنوي د دې مذاکراتو په اړه د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې ناسته کې د محمد اشرف غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش استازيتوب کاوه.

هغه وویل دغه ناسته چې د بهرنیو چاور وزارت په مېلمستون کې جوړه شوې وه د عبدالله په استازيتوب اسدالله سعادتي، عنایت الله بابر فرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح ګډون درلود.

د ښاغلي معنوي په خبره په دې ناسته کې اصلي غوښتنه د ولسمشرۍ انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان لغوه کول و.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې غړی فضل احمد معنوي
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې غړی فضل احمد معنوي

هغه زیاته کړه: "دوه لارې شته یوه دا چې د شکایاتو کمېسیون له لوري ټولو شکایتونو ته د نړېوالو څارونکو پر وړاندې بیا کتنه وشي، او یا دا چې سره له ټولو درغلیو د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټولو امکاناتو به نظر کې نیول سره د ټاکنو دویم پړاو لپاره چمتوالی ونیول شي."

ښاغلی معنوی وايي، د دې خبرو په لومړۍ ناسته کې کومه پایله نه ده ترلاسه شوې او ممکن راتلونکي ناسته یې د شنبې په ورځ جوړه شي.

همداشان تیر ورځ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال بابر فرهمند پر خپل ټویټر لیکلي وه چې دغه خبرې د زلمي خلیلزاد او پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ پیل شوې.

د محمد اشرف غني انتخاباتي ډله او همداراز ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به تر راتلونکي درې ورځو پورې د لوړې مراسم ترسره کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود

هغه وویل: "ولسمشر به د لوړې مراسم تر سره کړي او دغه مراسم به راتلونکې دوشنبې په ورځ وي."

خو د عبدالله انتخاباتي ډله وايي، که د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ خبرې پایلې ورنه کړي او محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړه په همدې وروځ به عبدالله عبدالله هم د دوي په وینا د یو ټول شمول حکومت د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

ښاغلی معنوي وايي، عبدالله به د لوړې مراسم په خپل اوسني دفتر کې چې د سپیدار ماڼۍ ده ترسره کړي او دې مراسمو ته بهرني میلمانه هم راغوښتل شوي.

په ورته وخت کې روانو ټاکنیزو جنجالونو ته د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، انتخاباتي جنجالونه له حقوقي اړخه پای ته رسېدلي خو د روانو سیاسي ناندریو لپاره باید دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

هغه ووویل: "نړۍ تقربیاً د ټاکنو پایلې په رسمیت نه دي پېژندلې دي او هېڅ چا هم مبارکي نه ده ورکړي او د لوړې مراسم هم وځنډول شول خو اوس دواړه اړخونه غواړي چې د لوړې مراسم ترسره کړي، دا خپله یو بحران دی او پرته له خبرو بله لاره نشته."

ښاغلي ستانکزی د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د یو ایتلافي حکومت امکان هم لرې نه بولي، او وايي چې ممکن دواړه اړخه د همداسې یو حکومت پر سر توافق وکړي.

XS
SM
MD
LG