د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

محقق او خلیلي د عبدالله عبدالله له دریځه ملاتړ وکړ


 محمد محقق
محمد محقق

د حزب وحدت اسلامي د دو څانګو مشران محمد محقق او کریم خلیلي د ډاکټر عبدالله عبدالله "ټول شموله حکومت" د رامنځته کېدو له دریځه ملاتړ اعلان کړ.

د جمهوري ریاست ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان د غبرګون په لړ کې د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان او حزب وحدت اسلامي راهبرانو توند غبرګونو وښودل.

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان رهبر حاجي محمد محقق د کابل په لویدیځ کې په یوه غونډه کې د ټاکنو پایلې تقلبي وبللې او د عبدالله عبدالله "ټول شموله حکومت" د رامنځ ته کېدو له دریځ یې ملاتړ اعلان کړ.

هغه زیاته کړه: "د پروژو بودجه یې وزارتونو ته انتقال او د ۹۱ کوډ له لارې د ټاکنو په رشوت مصرف کړه، اخر یې چې ټولې رایې وشمېرلې، یو میلیون ته ونه رسېدې، د ثبات او همپالنې ټیم د بایومټریک رایو په اساس د بریالتوب اعلان کړی، چې دا رېښتنی بریالیتوب دی، موږ د تقلبي اعلان په وړاندې چې کړی دی ټول ملت ولاړ یو."

ښاغلي محقق زیاته کړه، چې د درغلیو په اساس راوتلې پایلې د منلو وړ نه دي او له جنرال دوستم سره د هغه ملاتړ له امله چې هغه "د خلکو برحق رایي" بللي یو ځای صحنې ته راووت.

د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر محمد کریم خلیلي په همدې غونډه کې د محمد اشرف غني د تېرو کلونو په کارونو انتقاد وکړ، او زیاته یې کړه چې په " ادارو کې یې تعصب ته" لمن وهلې.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست ټاکنې د ولسي جرګې د ټاکنو په پرتله څو چنده له درغلیو ډکې وې.

نوموړي له امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې په دې حساس مقطع کې دې یا د افغانستان له خلکو او یا له ارګ سره ودرېږي.

د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر محمد کریم خلیلي
د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر محمد کریم خلیلي

هغه زیاتوي: "نړیوالو مه پریږدئ چې په هېواد کې له دې زیات کړکېچن وضعیت حاکم شي، راځئ د دې بحران مخنیوی وکړئ او هغه له درغلۍ ډکه پایله چې کمېسیون له لوري اعلان شوې، باطله اعلان کړي، چې دا یې یوازنۍ لاره، کنه موږ هغه حکومت چې د خلکو په واقعي رایو راغلی او اعلان شوی او نوم یې ټول شموله ده تشکیل کړو."

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله په رهبرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د "ټول شموله حکومت" د تشکیل په اړه له پرمختګونو خبر ورکوي.

د دغې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه حکومت کې ټول قومونه د هېواد پیاوړي کادرونه، چې په هر قوم پورې اړه ولري، له هر سیاسي لوري سره وي، ګډون کوي، د لوړې مراسمو او به نور برخو کې مو کمېټې رامنځ ته کړې، انشاالله په یو یا دوو راتلونکو ورځو کې به په دې اړه اعلان وکړو."

له دې وړاندې د جمهوري یاست لومړي مرستیال او د ملي اسلامي جنبش رهبر جنرال عبدالرشید دوستم، په جوزجان کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټول شموله حکومت له دریځ ملاتړ کوي او تقلبي پایلې نه مني.

په ورته وخت کې د تخار، فاریاب، هرات، پنجشیر سلګونه اوسېدونکي د ښاغلي عبدالله د ټول شموله حکومت له دریځه ملاتړ اعلان کړی و.

بل خوا د تېرې پنجشنبې په ورځ د پکتیکا سلګونو اوسېدونکو د جمهوي ریاست په انتخاباتو کې د محمد اشرف غني له بریالیتوب او له امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی و.

پکتیا کې د خلکو لاریون
پکتیا کې د خلکو لاریون

هڅه مو وکړه چې د محمد محمقق او کریم خلیلي د څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست نظر را واخلو، چات زموږ پوښتنو ته یې ځواب رانه کړ، خو له دې وړاندې د محمد اشرف غني په مشري دولت جوړونکي ټیم په ټاکنو کې درغلۍ رد کړې وه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ ناوخت د جمهوري ریاست وروستۍ پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې ګټونکی وباله.

خو د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله هم ځان ګټونکی اعلان کړ او په راتلونکو ورځو کې د ټولو شموله حکومت د جوړېدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG