د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو په اړه د نړیوالو متحدینو او بنسټونو غبرګون څه دی؟


ارشیف
ارشیف

که څه هم د افغانستان د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې، خو لاهم د دغه هېواد نړیوالو متحدینو او ټاکنیزو مرستندویه بنسټونو په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

دا چې ولې؟

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټټیوټ مشر محمد احسان ضیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۳۰» ازادي راډیو ته وویل دا چې د ټاکنو پایلې ځینو ته د منلو وړ نه‌دي، نو نړیوال هم په خورا احتیاط ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړه: "ځینو انتخاباټي ټیمونو د ټاکنو پایلې نه‌دي منلي او همدا شان یو انتخاباتي ټیم ځان بریالی اعلان کړ، نړیواله ټولنه په داسې حالت کې نه‌غواړي چې یو لوري ته مبارکي ووايي، دوی په تمه دي چې دا ستونزې هوارې شي، بیا خپل نظر څرګندوي."

که څه هم په نړیواله کچه د افغانستان هر اړخیز شریک د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د پایلو د اعلان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسون ازادي راډیو ته ویلي و، پایلې باید د قانون په چوکاټ کې داسې اعلان شي چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځو میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني یې ګټونکی وباله.

خو د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله، دغه پایله کودتا وبلله او د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو اعلان‌یې وکړ.

د نړیوالو چارو افغان پوه فدا محمد نظري وايي، دا چې ټاکنې زیاتې ځنډنۍ شوې، نو د ټاکنو د مفهوم له مخې نړیوالو ته هم ګټورې نه‌برېښي.

هغه زیاته کړه: "له بده‌مرغه د افغانستان ټاکنو پنځه میاشتې دوام وکړ، په نړیوال نظر د ټاکنو په مفهوم کې ګټورې ټاکنې نه‌دي، د پایلو په اړه اشرف غني او عبدالله عبدالله اختلاف لري، نړیوال هڅه کوي چې دوی سره جوړ کړي، نو په جنجال کې نړیواله ټولنه مداخله نه‌کوي."

د افغانستان د ولسمشرۍ د سږنیو ټاکنو یو نوماند او د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې مشر رحمت‌الله نبیل بیا د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو چې وضعیت سم نه‌وي روښانه شوی، نه له ښاغلي غني او نه هم له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا ۶۰ ورځې وړاندې د جدي په لومړۍ نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې د نړیوالو له هرکلي سره مخ شوې.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر بنسټ هم محمد اشرف غني تر عبدالله عبدالله مخکښ و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د امریکا سفارت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او ځیني نورو د افغانستان د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کړی و.

دوی د افغانستان د شکایتونو له کمېسیون غوښتي و چې د وروستیو شفافو پایلو د اعلان لپاره هر اړخیزې څېړنې وکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي وو، د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمېسیون ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG