د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې.
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې.
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې له پنځو میاشتو ځنډ وروسته اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ فیصده رایې خپلې کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د میزان په شپږمه وشوې.

دا د ولسمشر په توګه د اشرف غني دوهم ځلې بریا ده.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د سې شنبې ورځې پایله فوراً مخالفو کاندیدانو رد کړه او هغوی د امریکا او طالبانو د موافقې په درشل کې د یوه بل سیاسي کړکېچ په اړه خبرداری ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني اصلي سیال عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورنوي چې د ولسمشر غني په ګټه‌یې کار کړی.

کمېسیون د پایلو د اعلان پر وخت وویل چې په مستقلانه توګه‌یې خپل کار مخته وړی.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې او متحدینو یې تېره اوونۍ ویلي و چې که د انتخاباتو نتیجه د دوی قناعت او رضایت حاصل نه‌کړي، موازي حکومت به رامنځته کړي.

تازه د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ټاکنو پایله نه‌مني.

د اشرف غني ټیم بیا د پایلو له اعلان هرکلی کړی او یوه مشر څارونکي یې داوود سلطان‌زوی ازادي راډیو ته وویل چې هېڅوک باید ګډوډي جوړه نه‌کړي.

په دوام کې راغلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایله د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په خاطر چې نهايي کېدو ته نږدې وه څو میاشتې بې‌برخلیکه پاتې شوه.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان یوه مقاله لیکلې ده.

اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان جمهور رئیس وټاکل شو.

د واشنګتن پوسټ په مقاله کې راغلي اشرف غني داسې وخت ګټونکی اعلان شو چې د ټاکنو د پایلو اعلان نږدې پنځه میاشتې وخت ونیوه.

په مقاله کې راغلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایله د څو میاشتو سیاسي ګډوډیو په دوام اعلان شوه.

انتخاباتي ټیمونو له هغې ډلې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم د انتخاباتو پایلې نه‌دي منلي او له درغلیو ډکې یې بللي.

د واشنګتن پوسټ په مقاله کې د انتخاباتو د پایلو اعلان د سولې له خبرو سره هم تړل شوی.

د لیکوال په باور دا ټاکنې یوازې څو ورځې وروسته له هغه اعلان شوې چې د امریکا او طالبانو مرکچیانو د سولې د یوه تړون د نهايي کېدو خبره وکړه چې تمه کېږي د همدې میاشتې په پای کې یې لاسلیک کړي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې په دې باندې یوه مقاله لیکلې چې پنټاګون په افغانستان کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي کمښت څاري.

د ورځپاڼې په لیکنه تمه کېږي چې د تاوتریخوالي د کمښت اووه ورځنۍ پروسه له راتلونکې اوونۍ پیل شي.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا له اعلان سره سره طالبانو په افغان پوځیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

تمه کېږي چې د تاوتریخوالي کمښت د فبرورۍ له ۲۲مه پیل شي.

واشنګټن اګزمېنر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام حنفي په حواله لیکلي چې له امریکا سره د دې ډلې د تړون په لاسلیک سره متحده ایالات د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي.

د حنفي په حواله دا هم راغلي چې زر تنه بندیان به د طالبانو له‌خوا هم ازاد شي.

XS
SM
MD
LG