د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

معنوي: د عبدالله د لوړې مراسم او د والیانو ګمارنه مو د خلیل‌زاد په غوښتنه وځنډول


د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.
د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله وايي زلمي خلیل‌زاد ورڅخه غوښتي چې د لوړې مراسم وځنډوي او د سولې په موضوع تمرکز وکړي.

دغه ټاکنیزه ډله وايي چې دغه غوښتنه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې یو مخکښ غړی فضل احمد معنوي د دغه ډلې په استازولۍ وايي چې دوی خپل د لوړې مراسم او د والیانو ګمارنه ځندولې دي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مخکښ غړی فضل احمد معنوي.
د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مخکښ غړی فضل احمد معنوي.

ښاغلي معنوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: "موږ د والیانو مقررۍ بندې کړې دي او ټاکل شوې وه چې موږ هم د لوړې مراسمو ته تیاری ولرو، خو اوس لوړه نه‌کېږي او ارګ هم ویلي چې د لوړې مراسم به نه‌ترسره کوي."

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو د وروستیو نتایجو تر اعلان وروسته چې پر بنسټ‌یې محمد اشرف غني د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره هم ولسمشر وټاکل شو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه ونه‌منله، ځان‌یې ګټونکی اعلان کړ او ویې‌ویل چې یو ټول‌شموله حکومت به جوړوي او ورسره‌یې څو ولایتونو ته والیان هم وټاکل چې له غبرګونونو سره مل وو.

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته د عبدالله عبدالله غبرګون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:47 0:00

د عبدالله عبدالله په مشرۍ دغه ډله داسې مهال دغه موضوع په ډاګه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د نوي حکومت څخه د لوړې د مراسمو د ځنډ غوښتنه کړې او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې وویل چې دا غوښتنه د افغان حکومت له‌خوا منل شوې ده.

دغه وزارت لیکلي، اوس د سولې وخت دی، نو "د ټاکنو پر ځای د تلپاتې سولې پر لور ګامونه اخیستل په‌کار دي چې له طالبانو سره جګړه ختمه کړي او سیاسي حل‌لار وموندل شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې ده چې د افغانانو خپل‌منځي خبرې په راتلونکې مارچ میاشت کې پيل شي.

په دې اعلامیه کې همدا ډول د موازي حکومت جوړولو هڅې ناقانونه بلل شوي او راغلي چې دا ډول هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.

اعلامیه زیاتوي، امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې یې ولسمشر اشرف غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په‌کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې راتلونکی حکومت دې پراخ‌بنسټه وي، داسې چې د ټولو افغانانو هیلې پر ځای کړي.

په اعلامیه کې ښکېلې خواوې هڅول شوي چې د سولې هڅو کې برخه واخلي او "د سولې لپاره پر یوه ملي اډانه" سره سلا شي، داسې اډانه چې د اعلامیې پر بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي وکړي، پر مټ‌یې د سولې خبرو ته چمتو او مشري یې وکړي.

د افغانستان حکومت یوې سرچینې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم ښايي له ۱۰ ورځو تر دوو اوونیو پورې وځنډېږي.

بل‌‌خوا د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه په یوه تازه بیان کې ویلي چې د ټاکنیزې پروسې په اړه هره اندېښنه باید د اساسي قانون او حقوقي اصولو په چوکاټ کې ځواب شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

په بیان کې افغان سیاستوالو ته سپارښتنه شوې چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ لاپسې زیاتوي او سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وايي، د ټاکنو په اړه د کورني رضایت نه‌موجودیت د نړیوالو اندېښنې هم راپورته کړې دي.

ښاغلی خرم زیاتوي: "تر هغه چې سیاسي رضایت نه‌وي تر لاسه شوی، که هر وخت اقدام کېږي، ستونزې زیاتوي. په‌کار ده چې ټاکنې داخلي مشروعیت پیدا کړي او په کور دننه سیاسیون راضي کړل شي."

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم
د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم

د افغانستان د انتخاباتو د وروستیو پایلو تر اعلان او رامنځته شوې ستونزې وروسته د خلیل‌زاد ترڅنګ مخکېني ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف هم هڅې پیل کړي چې ستونزو ته د رسېدنې یوه لار پیدا او د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ولاړ نه‌شي.

کرزي او سیاف د رامنځته شوي ټاکنیز کړکېچ د حل هڅې پیل کړي

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسیون د سولې لپاره د لوړې د مراسمو د ځنډ هرکلی کوي.

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي، امریکا د سولې په برخه کې په احتیاط ګام اخلي او له همدې کبله‌یې د لوړې د مراسمو د ځنډ غوښتنه کړې.

پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان
پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان

ښاغلی اسماعیل خان وايي: "ښه وه چې د لوړې مراسمو تر هغه ځنډول شوې وی، تر کله چې بین‌الافغاني خبرو پایله ورکړې وی، خو اوس چې په دې اړه لومړی ګام هم واخیستل شو، ښه خبره ده، خو اوس اړتیا ده چې دا بهیر وغځول شي. اوس باید دا درک شي چې سوله لومړیتوب دی."

افغان حکومت مخکې له دې ویلي و، ټاکل شوې چې دا مراسم د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې تېره اوونۍ اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG