د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي چې د ملي یووالي حکومت ته دوام ورکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.

حامد کرزي له ولسمشر غني غوښتي چې د ملي یووالي حکومت ته دوام ورکړي.

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف له درې ورځو راپدېخوا هڅې پیل کړي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ولسمشرۍ انتخاباتو له امله د رامنځته شویو لانجو د حل په هدف منځګړیتوب وکړي.

د حامد کرزي مطبوعاتي مسؤل محمد یوسف سها د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۶» ازادي راډيو ته وویل: "د حامد کرزي دریځ دا دی چې اوسنیو انتخاباتي جنجالونو ته په کتو ولسمشر غني دې په خپل ځای پاتې شي او د ملي یووالي حکومت ته دې دوام ورکړي او پر سولې دې تمرکز زیات شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، مخکېنی ولسمشر حامد کرزی، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، مخکېنی ولسمشر حامد کرزی، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي.

دا په داسې حال کې ده چې روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا له ولسمشر غني د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو د ځنډ غوښتنه کړې ده.

ځینو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکایي چارواکي اندېښمن دي چې د انتخاباتو روانې لانجې به د سولې هڅې زیانمنې کړي.

خو یوه حکومتي سرچینه چې غواړي هویت‌یې پټ پاتې شي ازادي راډيو ته وویل، د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی روان دی او دا مراسم به په خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي.

یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په کور کې د حامد کرزي په ګډون له ولسمشر غني سره ناسته روانه ده او په وروستیو رامنځته شویو ستونزو بحثونه کوي.

خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي چې دوی په خپل دریځ ولاړ دي او باید هغه کس ولسمشر شي چې د خلکو د رایو په بنسټ ټاکل شوی وي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم وویل: "د حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف هڅې همدا دي چې انتخاباتي لانجو ته د حل یوه لاره وموندل شي، خو زموږ دریځ ډېر څرګند دی، موږ له عدالت، د قانون له حاکمیت او شفافیت ملاتړ کوو، دا واضح ده چې د افغانستان خلکو د میزان میاشتې په شپږمه پرېکړه وکړه چې عبدالله عبدالله د زیاتو رایو په ګټلو د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکی واوسي."

خو د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د هېواد دا دوه مشران دې د سولې په اړه له موجوده فرصت استفاده وکړي او په خپلو کې رامنځته شویو جنجالونو ته دې سیاسي حل ومومي.

ارشیف، سید حامد ګېلاني
ارشیف، سید حامد ګېلاني

هفه زیاته کړه: "د سولې لپاره یو مجال موندل شوی، دا باید په دې کشمکشو کې له‌منځه لاړ نه‌شي، موږ له خپلو ځينو مشرانو نه دا غواړو، لکه عبدرب الرسول سیاف او حامد کرزي نه چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د لانجو د حل هڅې پیل کړي، دوی غني او عبدالله دې هم سره کېني او د ملي اجماع په رڼا کې افغانستان له اوسنیو ستونزو او د نظام له پاشلو وژغوري."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې سې شنبې په ورځ ښاغلی غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی اعلان کړ او چارواکو ویلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، خو د ښاغلي غني سیال عبدالله عبدالله هم په دې انتخاباتو کې د بریا ادعا کړې ده او ویلي چې ټول‌شموله حکومت به جوړوي.

XS
SM
MD
LG