د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

غني: د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ کې وضعیت له نږدې او په دقت څارل کېږي


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د بېګا شپې له دولس بجو په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه عملي کېږي.

د هوکړې پر اساس به له ننه چې د فبرورۍ ۲۲مه ده، په ټول افغانستان کې وسله وال طالبان د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او بهرنیو قواوو بریدونه نه کوي او پر وسله والو طالبانو به هم بریدونه نه کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په یوه اونۍ کې به چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړې، له احتیاطه ډک عمل کېږي او د افغانستان امنیتي ځواکونه به وضعیت له نږدې او په دقت څاري.

محمد اشرف غني په بېګاني وینا کې چې له ملي ټلوېزیونه خپرېده، وویل چې دافغانانو غوښتنه دایمي سوله، اوربند او د مذاکرو پېل دی خو دا چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه کړې، هم د اوربند او پایه دارې سولې پر خوا یو ګام دی.

محمد اشرف غني وویل: "له شک پرته د دې اونۍ د څار او ارزونې لپاره د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دستور العمل صادر شوی او هغوی به په لوړه کچه خپل احضارات ولري، خو په واقعیت کې، دا د افغانستان خلک دي چې د تاوتریخوالي د کموالي په اوونۍ کې به خپله ارزونه او قضاوت څرګند کړي."

غني وویل چې دافغانستان امنیتي ځواکونو به په دفاعي حالت کې وي.

محمد اشرف غني زیاته کړه: "زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په حیث اعلان کوم چې زموږ ځواکونه به د تاوتریخوالي د کمېدو په اوونۍ کې له خپل دستورالعمل څخه پيروي کوي، زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه به د فعالې مدافعې په حالت کې وي او له طالبانو پرته، د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد خپل عملیات جاري وساتي، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به یوازې له ځانه او د افغانستان له خلکو د دفاع لپاره د طالبانو په وړاندې اقدام کوي."

محمد اشرف غني زیاته کړه چې په افغانستان کې سولې په اړه راتلونکي ګامونه به د دې اونۍ پر پرمختګونو تړلي وي.

هغه یو وار بیا په ټینګه وویل چې د سولې پروسه د افغانستان د حکومت تر مشرتابه او په مالکیت پر مخ ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم تقریباً ورته خبره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو پرون ویلي چې که له طالبانو سره د دوی دا هوکړه چې په یوه اونۍ کې به په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول کمېږي، په بریالیتوب عملي شي، د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه به امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د پومپیو د بیان هرکلی کړی دی .

هغه پر ټوېټر لیکلي چې افغانان دا پرمختګ د سولې پر لور مهم حرکت ګڼي.

د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دا اعلان د طالبانو لپاره یوه جدي ازموینه ده چې د تاوتریخوالي دکمولو توان او اراده څرګنده کړي او په ښه نیت د سولې لپاره کار وکړي.

د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت باور څرګند کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک به د بین الافغاني خبرو پېل ته لاره خلاصه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې نه یوازې دا چې په یوه اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه ستایل شوې، لیکل شوي چې پاکستان تر دې ګړۍ د افغانستان له سولې سره قدم په قدم مرسته کړې ده.

د وسله والو طالبانو د نظامي چارو کمېسیون پرون په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې، لیکلي چې د راتلونکې شنبې تر ورځې به چې د فبرورۍ ۲۹مه نېټه ده، په ټولو ولایتي مرکزونو او د بهرنیو ځواکونو پر ټولو اډو، په کابل کې د حکومت پر امنیتي ادارو او پوځي اډو انتحاري حملې، راکټي حملې او نور داسې بریدونه نه کوي.

د وسله والو طالبانو په بیان کې همدا راز لیکل شوي چې د افغانستان حکومت او بهرني ځواکونه به هم په دې موده کې د هغوی پر مرکزونو او پناه ځایونو د بې پيلوټه الوتکو حملې، بمباردونه، پوځي عملیات او راکټي حملې بندوي.

کله چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دافغانستان حکومت او وسله والو طالبانو درې ورځې غیر رسمي ډز بندي وکړه، په ډېرو ولایتونو کې ولیدل شول چې د وسله والو طالبانو وګړي د اختر په مېله کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمو ته تللی وو، حتی د هغوی سلفي عکسونه خپاره شول او داسې وویل شول چې یو شمېر بېرته جګړې ته له تګه منصرف شول.

دا وار د وسله والو طالبانو د نظامي چارو د کمېسیون په بیان کې په وضاحت لیکل شوي چې هېڅ طالب اجازه نه لري چې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمې ته ولاړ شي یا له حکومتي لوري سره رابطه ټینګه کړي .

وسله والو طالبانو ته ویل شوي چې په دفاعي حالت کې به وي.

خو په دې منځ کې، میلیونونه افغانان نن سهار په داسې افغانستان کې له خوبه را پاڅېدلي چې تاوتریخوالی به په کې نه وي یا به کم وي.

د افغانستان خلکو په حقیقت کې په وروستیو څلوېښت کلونو کې د سولې څکه نه ده کړې.

د تاوتریخوالي د کمېدو له اعلان سره سم د ازادي راډیو یوه اورېدونکي په ټېلېفوني پیغام کې خپل احساس داسې بیان کړ: "موږ نور له جګړې ستړي شوي یو، پر موږ رحم وکړئ!"

XS
SM
MD
LG