د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

کورنیو چارو وزارت: تر راتلونکو ۵ ورځو د تاوتریخوالي کمول پیلېږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې تر راتلونکي ۵ ورځو د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیل شي.

د دې وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، دغه کار د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي.

ښاغلي اندرابي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په کابل کې د ولایتونو امنیه قوماندانانو په یو ورځني ورکشاب کې وکړې.

ښاغلی اندرابي زیاتوي: "ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اساس د تاوتریخوالي د پیلېدو مرحله پیل شي، د تاوتریخوالي راکمېدل چې طالبان ورته اماده شوي د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه برحقه ده."

افغان امنیتي ځواکونه او یو شمېر طالب جنګیالي په تېر کوچني اختر کې د موقت اوربند پر مهال.
افغان امنیتي ځواکونه او یو شمېر طالب جنګیالي په تېر کوچني اختر کې د موقت اوربند پر مهال.

نوموړي ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو په مرحله کې به انتحاري حملې، بمي چاودنې او توغندیز بریدونه نه‌کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خبره، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقې مبارزې طالبان دې ته اړ کړل چې تاوتریخوالی راکم کړي.

مسعود اندرابی وايي، که طالبان د تاوتریخوالي د راکمېدو د مرحلې په وخت کې بیا هم بریدونه وکړي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به‌یې بې‌ځوابه پرېنږدي.

یو شمېر افغان ځواکونه.
یو شمېر افغان ځواکونه.

ښاغلی اندرابي وايي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره چمتووالی لري چې د خپل هېواد له ګوټ ګوټ څخه دفاع وکړي، د دفاع ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې ټولو هوکړه‌لیکونو ته ژمنه او متعهده دي."

د کورنیو چارو سر پرست وزیر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر حالت کې د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتووالی لري.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي و له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه "هیله بخښونکې" ده، خو له خطره خالي هم نه‌ده.

خو نن سې شنبه د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یوې خبري غوندې ته وویل چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د راکمېدو په یوې طرحې یې کار پیل کړی چې ژر به وروستۍ شي.

XS
SM
MD
LG