د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

امریکا: له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمښت هوکړه هیله بخښونکې خو خطرناکه ده


د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه "هیله بخښونکې" ده خو له خطره خالي هم نه ده.

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر پرون خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو د هوکړې طرحه په مېز ورته پرته ده او هیله بخښونکې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسوشیټیډ پرس اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې نن یک شنبه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه رسماً اعلان شي.

یو شمېر کسان چې له پلانه خبر دي، اسوشیټیډ پرس اژانس ته ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه یا موافقه له سبا، دوشنبې عملي کېږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې څرګند شي، پرون ازادي راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه به له بلې یک شنبې چې د فبرورۍ ۲۲مه ده، عملي کېږي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

اسپر مخکې له چې رسماً اعلان کړي چې له طالبانو سره هوکړه شوې چې ۷ ورځې به تاوتریخوالی کمېږي، وویل چې د دې وخت را رسېدلی چې د سیاسي جوړجاړي پر اساس، په افغانستان کې سولې ته چانس ورکړ شي او د دې لپاره باید یو څه خطر هم ومنل شي.

هغه زیاته کړه: "د تاوتریخوالي د کمېدو هوکړه چې له هغه هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابرولای شي، له خطره خالي نه ده خو زیات ظرفیت لري، که چېرې ټولې چارې له پلان سره سمې پرمخ ولاړې شي، په اوو ورځو کې تاوتریخوالی په حقیقي ډول کم شي، په لسو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیل شي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافق لاسلیک ته به لاره هواره شي."

د مارک اسپر تر دې خبرو یوه ورځ وړاندې، د امریکا د حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي رسنیو ته د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط دا خبره را وایسته چې طالبانو او امریکايانو د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه کړې او دا چې په نن اوسبا کې به یې اعلان کړي.

د امریکا د حکومت دې چارواکي وویل چې د هوکړې پر اساس به یوه اونۍ د انتحاري حملو، بمي چاودنو او وسله والو نښتو په ګډون په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کمېږي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د المان په مونیخ کې د امریکا د سنا جرګې له مشرې اغلې نانسي پلوسي او د دغه مجلس له یو شمېر غړو سره وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې پر اساس ولسمشر په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، سولې بهیر او په دې اړه د ولسمشر د لید لوري، تروریستي ډلو سره د افغانستان د مبارزې او نشه یي توکو په اړه خبرې وشوې او تروریزم د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره د ګډ دښمن په توګه یاد شو.

ولسمشر غني د امریکا د سنا جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره د خبرو پرمهال.
ولسمشر غني د امریکا د سنا جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره د خبرو پرمهال.

سرچینه وايي، ولسمشر غني د پایداره او ټول شموله سولې او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره د افغان حکومت لیدلوری او ژمنتیا تشریح کړه.

ولسمشر د حکومت د اقتصادي پروګرامونو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د بدلون د څرنګوالي په اړه ځواب ووایه او وې ویل، نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.

هغه د سولې بهیر په اړه وویل، فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت دغه اراده، تدبیر او وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو په خاطر فرصتونه په درست ډول تحلیل کړي.

په دغه کتنه کې د افغانستان او امریکا د منافعو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او ولسمشر غني وویل، دوی تر اوسه هم له منځ مهاله او اوږد مهاله ګډو ګواښونو سره مخ دي او باید له دغو ګواښونو سره په مشترکه توګه مبارزه وشي.

دغه راز ولسمشر غني پرون مونیخ کې په نړیواله امنیتي غونډه کې د وینا پرمهال، وویل چې د ملا عبدالغني برادر خوشي کول دا معنی نه لري چې پاکستان د افغانستان د سولې د بهیرملاتړکوي.

ولسمشر غني د المان مونیخ په کنفرانس کې د خبرو پرمهال.
ولسمشر غني د المان مونیخ په کنفرانس کې د خبرو پرمهال.

غني وویل چې پاکستان باید پر دوو مهمو مسئلو خبرې ورسره وکړي.

اشرف غني زیاته کړه: "پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغني برادر خوشي کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنی نه لري، هغه یو فرد دی، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لري،یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمه ییز امنیت لپاره ګډ تفاهم."

اشرف غني وویل یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکه ډېره مهمه ده چې له ټولو تروریستي شبکو چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر پرون وویل چې غني د هوکړې تر شا ولاړ دی او ژمنه یې کړې چې د ملاتړ لپاره به یې هره هڅه وکړي.

مارک اسپر وویل: "زه فکر کوم چې هغه په بشپړ ډول د دې ملاتړ کوي، هغه غواړي چې د سولې په پروسه کې د خپلې برخې، په بشپړ ډول مشري وکړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې ټول افغانان پرې را غونډېږي".

د امریکا د دفاع وزیر، مارک اسپر تر دې کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې معلومات ورکړل خو په دې اړه چې ایا امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر د صفر کولو هوکړه کړې، له تبصرې ډډه وکړه.

مارک اسپر وویل چې که په اوو ورځو کې تاوتریخوالی کم شو او بین الافغاني خبرې پیل شوې، امریکا به د خپلو ځواکونو شمېر په تدریجي ډول، ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۱۲ زره امریکايي سرتېري مېشت دي.

XS
SM
MD
LG