د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

سولې لپاره د ګلبدین حکمتیار طرحه


ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

ګلبدین حکمتیار د سولې لپاره طرحه چمتو کړې او ټولو ښکېلو خواو ته یې سپارلې ده.

جهادي مشر ګلبدین حکمتیار چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې یې وسله پر ځمکه کېښوده او له افغان حکومت سره یې سوله وکړه، اوس یې له طالبانو سره د سولې لپاره یوه طرحه چمتو کړې او هغه یې د افغانستان په سوله کې له ښکېلو خواو سره شریکه کړې ده.

ښاغلی حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو له دریو مخکښو کاندیدانو دی.

ده د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، اړتیا ده چې په سوله کې ټولې ښکېلې خواوې په یوې هر اړخیزه طرحه هوکړه وکړي.

دی وايي، د دې طرحې پر بنسټ د سولې د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع اړینه ده.

د ده په خبره، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو، د معیارونو د تشخیص په برخه کې ستونزو د سیاسي اجماع جوړول ستونزمن کړي.

دغه جهادي مشر، د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشر د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیمونه او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د مطرح شخصیتونه لوري هغه څلور اړخونه ګڼي چې د ده په وینا نفوذ ته یې په کتو کولی شي، دغه اجماع جوړه کړي.

هغه زیاته کړه: "د دغو څلورو مجموعه دې سره کیني، هوکړه دې وکړي او سیاسي اجماع دې تطبیق کړي، دا لاره اسانه او عملي ده."

ښاغلی حکمتیار په دغه طرحه کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د یوې صلاحیت لرونکي مرجع د جوړيدو غوښتنه هم وکړه.

په هيواد کې دننه او د بهرنیانو له ګډون پرته د بین الافغاني مذاکراتو پیل د ده په طرحه کې شامل موارد دي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ازادي راډیو ته ویلي چې ارګ به د دې موضوع په اړه د چهارشنبې په ورځ خپل دریځ اعلان کړي .

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې، د سولې په تړاو هر نظر ته درناوی لري، خو د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه خلکو ته د منلو نه ده.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې ددولت د وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، حکومت د سولې په بهیر د ټولنې د ټولو برخو د ګډون پلوی دی.

د سولې په چارو کې ددولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې ددولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

هغه زیاتوي: "حکومت د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو قشرونو په تېره د سیاسیون د ګډون پلوي دی چې د خلکو او افغان دولت په محوریت پرمخ وړل کېږي، د سیاسیونو نتیجه ورکوونکي او عملي لید لوري، نظریات او وړاندیزونه چې په رسمي توګه له وزارت سره شریکېږي، د سولي د بهیر او سیاسي اجماع د پیاوړي کېدو په هدف، د افغانستان د سولې په پروګرام کې په پام کې نیول کېږي."

مخکې له دې د محمد محقق په کور کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسیونو هوکړه کړې وه چې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره حکومت ته یوه طرحه سپاري.

XS
SM
MD
LG