د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۹

کابل کې د سولې لپاره د ملي اجماع جوړېدو په هدف ناسته وشوه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ځوانانو د سولې غږ موسسې، د سولې لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د ملي اجماع د جوړېدو په هدف د یکشنبې په ورځ کابل کې د نظرونو د راټولو یوه ناسته جوړه کړې وه.

د سولې لپاره د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د ملي اجماع د جوړېدو لپاره د سیاستوالو د نظرونو د راټولو په ناسته کې ټینګار وشو چې دولت، سیاسي ګوندونه او د دولت سیاسي مخالفین دې د سولې په مذاکراتو کې شخصي او ګوندي ګټې نه بلکې، ملي ګټي په پام کې ونیسي.

دا ناسته د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ځوانانو د سولې غږ موسسې له خوا جوړه شوې وه.

د ناستې ګډونوال په دې نظر وو چې د سولې د بهیر لپاره دولت او سیاسي ګوندونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د سولې لپاره د یوې واحدې طرحې د جوړولو په هدف اختلافونه له منځه یوسي.

دوی ویل، که دغه ستونزه په مشوره او د ځانه د تېرېدنې له اصولو سره سمه هواره نه شي، د سولې راتلونکي مذاکرات به نتیجه ورنه کړي.

ځینو ګډون والو په دې هم ټینګار وکړ چې دولت دې د سولې په مذاکراتو کې سیاستوال او د ټولنې نور قشرونه له پامه نه غورځوي او سیاستوال دې هم په دغه مذاکراتو کې د دولت د نفې کولو فکر له سره وباسي.

د یادې ناستې ګډونوال او د سولې د عالي شورا د دارلانشا مخکینی رئیس محمد عمر داوودزي وویل، له طالبانو سره د سولې طرحه د سولې په چارو د دولت په وزارت کې موجوده ده او سیاستوال، مدني ټولنه او د هېواد نور قشرونه کولی شي خپلې طرحې دغه وزارت ته وړاندې کړي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا مخکینی رئیس محمد عمر داوودزی
د سولې د عالي شورا د دارلانشا مخکینی رئیس محمد عمر داوودزی

ده وړاندې وویل: "د دولت دریځ چې په کومه بڼه په مطبوعاتو کې بیانېږي ما حیرانوي ځکه د دولت له دریځه سم برداشت نه وي شوی، یابه دولت کې نیمګړتیاوي وي چې سم یې نه دی بیان کړی خو د دولت دریځ دادی چې ولسمشر ویلي د سولې مذاکراتو ته پرته له قیدو شرطه ځم اوس هم هماغه دریځ دی، خو ولې په کې د اوربند موضوع رامنځته شوه، ایا د اوربند غوښتل ګناه ده؟

ښاغلي داوودزي دا هم وویل کله چې نوی ولسمشر اعلان شي دوه اوونۍ ورسته به د سولې د خبرو په اړه لویه جرګه راوغوښتل شي.

د افغانستان د سولې او جنګ د بنسټ رئیس تمیم عاصي وویل: "د سولې د تعریف لپاره یوه ګډه اجماع نه شته، سوله د کرزي صاحب لپاره یو څه، د ډاکتر صاحب غني لپاره بل څه، د ډاکتر عبدالله لپاره بل او د حکمتیار لپاره بل څه ده، د جمهوریت په کچه ورته هم یوه اجماع نه لرو، باید د دې لپاره یو ګډ مېکانیزم جوړ او تعریف شي."

د افغانستان د سولې او جنګ د بنسټ رئیس تمیم عاصي
د افغانستان د سولې او جنګ د بنسټ رئیس تمیم عاصي

ښاغلي عاصي په دې هم ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د وسله والو مخالفینو تمویلوونکي او ملاتړی هم ښکېل او تضمین یې واخیستل شي.

د ناستې ځینو ګډون والو داهم وویل چې له طالبانو سره د مذاکراتو او د سولې د هوکړې وروستی لاسلیک د افغانستان د ولسمشر "که هرڅوک وي" حق او صلاحیت یې دی خو په دې شرط چې دولت د سولې مذاکراتو او هوکړې ته د رسېدو لپاره، د هېواد دټولو قشرونو او سیاستوالو رضایت ولري.

په همدې ورځ په کابل د حراست او ثبات شورا هم په یوې خبري ناسته کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوې واحدې اجنډا په جوړولو ټینګار وکړ.

د دغه شورا ویاند مسعود ترشوال وویل، د افغانستان د سولې په اړه د بهرنیانو لخوا جوړې شوې طرحې د منلو نه دي.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر سیاسیونو او مدني ټولنې د سولې لپاره بېلابېلې طرحې جوړي کړې خو ویل کېږي تر اوسه هم په دغو طرحو یو واحد نظر نه دی رامنځته شوی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG