د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

'د افغانستان سولې لپاره ځینو سیاستوالو طرحه جوړه کړې'


کابل کې د محقق په کور کې د یو شمېر سیاستوالو غونډه. Jan.25.2020
کابل کې د محقق په کور کې د یو شمېر سیاستوالو غونډه. Jan.25.2020

د عبدالله عبدالله او حامد کرزي په ګډون یو یو شمېر سیاستوالو د افغانستان د سولې لپاره طرحه جوړه کړې ده.

د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي یووالي حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوالو او ګوندونو د افغانستان د جګړې د پای، له طالبانو سره د خبرو او سولې ته د رسېدو لپاره یوه طرحه جوړه کړې.

په دې طرحه کې د سولې لپاره په کور دننه د ملي اجماع او له طالبانو سره د خبرو لپاره د ۱۵ کسیزه پلاوي د جوړېدو پر څرنګوالی، د تاوتریخوالي پر کمېدو او د اوربند په اړه موضوعات مطرح شوي دي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د دې سیاستوالو په ډله کې دی د یکشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل، دا طرحه به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین‌محمد
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین‌محمد

هغه زیاته کړه: "یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی و چې دا طرحه بشپړه شي، تمه وه چې موږ پرون سره ناست وای خو دا چې خلیل‌زاد صاحب هم کابل ته راغی او تر خوا یې موږ هم ناسته درلوده، نو دواړه کارونه په یوه ورځ نه کېد، د دې لپاره چې له خلیل‌زاد سره هم پرې بحث وکړو او که څه کم وي، ور زیات یې کړو، زموږ ناسته پرون ونه شوه. "

یادو سیاسیتوالو تېره اوونۍ هم په همدې اړه غونډه کړې وه او دې پایلې ته رسېدلي وو چې د سولې په اړه یو هر اړخیزه طرحه جوړه کړي.

د افغانستان حکومت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو ولسمشر له دې وړاندې تل په سیاستوالو نیوکه کړې چې د هېڅ یوې برخې لپاره جامع طرحه نه لري.

د افغانستان په ډېر شمېر سره سیاستوال داسې مهال د سولې په اړه د خپلې طرحې د جوړېدو غږ پورته کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل کې دی او د ملي یووالي حکومت د مشرانو په ګډون یې له ځینو سیاستوالو سره کتلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ لیکي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ښاغلي خلیل‌زاد ویلي: ''طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. ''

د ارګ اعلامیه په دې اړه زیاتوي: ''د افغانستان حکومت د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر دی. ''

په ورته وخت کې له اجراییه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشرانو هم په کې ګډون کړی و، ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي په جوړښت خبرې کړي دي.

اجرائیه ریاست وايي، ښاغلي خلیل‌زاد په دې کتنه کې ویلي، له طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی باید ټول منلی، هر اړخیز او د افغانستان د هرې برخې استازولي وکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وویل: ''د داسې پلاوي پر جوړېدو بحث وشو چې وشي کولای د ټول افغانستان استازیتوب وکړي، همدا ډول په دې خبرې وشوې چې د بین الافغاني خبرو د پیل وروسته، د تاوتریخوالي د کمېدو د تګلارې په اړه خبرې وشوې چې وشي کولای یو جوړونکي ډیالوک ته زمینه برابره کړي. ''

بل‌خوا بیا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د سولې خبرې او په کې پرمختګونه ډېر سوکه دي.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: ''دا حقیقت دی چې خبرې د توقع خلاف اوږدې شوې خو په ټپه ولاړې نه دي، البته په خبرو پرمختګ سوکه دی.''

زلمی خلیل‌زاد کابل ته له سفر وړاندې پاکستان ته تللی و او هلته یې شاه محمود قریشي سره کتنه کې د تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې د پاکستان له ملاتړي نظر هرکلی کړی و.

خو تر دې مخکی بیا په قطر کې د طالب چارواکو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلی و چې د سولې د تړون لپاره به سوله‌ييز چاپېريال رامنځته کوي خو امريکا نورې غوښتنې را وړاندې کړي او د سولې د خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG