د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د سولې وزارت: د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ډله جوړیږي


د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي په سوله غږېدلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي په سوله غږېدلي.

افغان حکومت وايي، د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ ډله به له جوړېدو وروسته په نږدې راتلونکي کې لومړۍ غونډه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې ډله کې به چې پر جوړولو یې کار روان دی، د ملګروملتونو او امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمانونه غړيتوب ولري.

افغان حکومت په هېواد کې د سولې د هڅو په لړ کې د سولې د ملاتړ د نړیوالې ډلې پر جوړولو کار پیل کړی او وايي چې له لومړنیو لیدنو کتنو وروسته به د دې ډلې لومړۍ غونډه جوړه شي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې د ولسمشر اشرف غني د حکم په اساس د افغانستان د سولې د ملاتړ ډلې پر جوړولو کار روان دی.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویانده ناجیه انوري

مېرمن انوري زیاته کړه چې امریکا، ملګري ملتونه او یو شمېر نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه به د دې ډلې غړي وي.

انوري وویل: "د سولې د بهیر د ملاتړ ډله د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو او د دې بهیر د لازیاتې همغږۍ او انسجام لپاره جوړېږي، په همدې مقصد د سولې په چارو کې د دولت وزیر د روسیې، اسپانیا، ترکمنستان، اندونیزیا او سعودي عربستان له سفیرانو سره جلا کتنې وکړې او د دې ډلې د جوړېدو د موخو په اړه یې خبرې ورسره وکړې."

مېرمن انوري زیاته کړه چې له دې انفرادي لیدنو کتنو وروسته به د دې ډلې عمومي غونډه هم جوړه شي خو نوموړې یې د نېټې په اړه څه ونه ویل.

د سولې د ملاتړ د نړیوالې ډلې د جوړولو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې طالبان لاهم له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي چمتو شوي خو تمه ده چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمینځ د موافقې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.

د طالبانو پخوانی چارواکی اکبرآغا چې د سولې روانې هڅې څاري وايي، افغان حکومت به د سولې د ملاتړ د ډلې له جوړولو څخه هغه هدف ترلاسه نه کړي چې غواړي یې.

هغه زیاته کړه: "افغان حکومت چې په مقابل کې یې طالبان دي که غواړي یوه اجماع جوړه کړي نو یو اړخ دی چې په بل اړخ کې طالبان دي نو زما په نظر دا به ځکه اغېزمن نه وي چې حکومت د موضوع یو طرف دی، ښه به وای چې دواړو خواوې پکې ښکېل وای."

طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره څو ځلې په قطر کې خبرې کړي او اوس اوس یې ویلي چې د دواړو خواوو خبرې روانې دي.

طالبان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو پرمهال.
طالبان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو پرمهال.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د روانې اونۍ په پیل کې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي و، هیله من دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې موافقه به د جنوري ترپایه لاسلیک شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

د خلیلزاد دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبې د سویس په داووس ښار کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وویل د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې د لږ پرمختګ نښې نښانې ښکاري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

په همدې حال کې امریکايي سیاستوال او سناتور برني سندرز پر خپل فیسبوک پاڼه کې ویلي، نه ختمېدونکي جګړې ختمې کړئ.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې پرون په کابل کې په یو خبري غونډه کې څرګنده کړه چې ناټو له طالبانو سره د سولې د هر راز موافقې په لټه کې نه ده بلکې د یوې داسې موافقې تمه لري چې ډیموکراسي، د افغانانو بشري حقونه او د ښځو حقونه په کې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG