د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

سرور دانش: د امارتي یا استبدادي نظام راتلل به جګړه زیاته کړي


د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

د ولسمشر غني دویم مرستیال د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د احتمالي لاس‌لیک وړاندې وايي، که دا هوکړه د امارتي یا هم استبدادي نظام د راتلو لامل شي، جګړه به ورسره لا زیاته شي.

دا شپې او ورځې چې وسله‌وال طالبان له امریکا سره د سولې د هوکړې د لاس‌لیک د څرنګوالي په موضوع غږېږي، د افغان حکومت اندېښنې هم مخ په راپورته کېدو دي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې، د هغې هوکړې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ، چې د هر ډول استبدادي نظام د رامنځته کېدلو لامل ګرځي.

هغه وویل: "امارتي یا هم بل هر ډول نظام چې له هغې د دیکتاتورۍ او استبداد غږونه پورته شي، تر خوا یې د بشر حقونه نقض شي، دا ډول نظام نه یوازې دا چې په افغانستان کې سوله نه شي راوستلای، بلکې جګړې ته به په نورو نومونو لا شدت ورکړي. "

د ولسمشر د دویم مرستیال له قوله، د افغانستان حکومت او بنسټونه یې له طالبانو سره د روانو خبرو په برخه کې څنډې ته وړل شوې دي.

نوموړی وايي: "دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌‌لیک کېږي، یو ښه حرکت دی، مګر د جګړې اصلي اړخ د افغانستان خلک او حکومت دی خو تر اوسه حکومت، خلک، سیاسي ډلې، مدني ټولنې او نور په یوه ډول څنډې ته کړل شوي دي، په داسې یو حالت کې د سولې راتلل، په هغه ډول چې افغانستان او خلک یې ترې تعریف کوي، ممکنه نه ده. "

جمهوریت، بشري حقوق، ټاکنې، د بیان ازادي، د ښځو او لږکیو ازادي، هغه ټکي دي چې د ښاغلي دانش له قوله، د سولې خبرو کې باید ترې ملاتړ او وشي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال په دې غونډه کې د سولې په اړه د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د کمېدو طرحې ته په اشارې سره وايي، دا طرحه په داسې مهال چې مبهمه ده، د واقعې سولې څخه د تېښتې او په اصل کې د خلکو او نړیوالې ټولنې ته د دوکې ورکولو یوه وسیله ده.

خو پوښتنه داده چې د امارتي نظام پر سر د احتمالي هوکړې څخه اندېښنه له کوم ځای سرچینه اخلي، ایا په افغانستان کې د طالبانو د امارتي نظام د بیا راتلو احتمال شته؟

د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او سیاسي شنونکی تمیم عاصي وايي، اسلامي امارتي نظام د نړیوالې ټولنې او افغانانو لپاره د منلو نه دی.

د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او سیاسي شنونکی تمیم عاصي
د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او سیاسي شنونکی تمیم عاصي

دی د سرور دانش خبرې، د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې پر وړاندې د حکومت مانور ګڼي.

هغه زیاتوي: "دا د هغو مانورونو دوام دی چې وړاندې سلام رحیمي او امرالله صالح کړي دي، دوی غواړي وښيي چې د افغانستان حکومت د خلیل‌زاد له کېدونکې هوکړې خوښ نه دی او د تاوتریخوالي د کمېدو له طرحې هرکلی نه کوي. "

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بې له دې چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه د دې ډلې د طرحې په اړه وضاحت ورکړي، په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دې ډلې سیاسي استازو د سولې د هوکړې د لاس‌لیک د څرنګوالي پر موضوع له ښاغلي خلیل‌زاد سره د خبرو لړۍ پیل کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

که څه هم امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو طالبان په تمه دي چې ژر به د امریکا او د دوی ترمنځ د سولې هوکړه لاس‌لیک شي.

XS
SM
MD
LG