د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ارګ: د کابل او واشنګټن ټوله هڅه د دايمي اوربند پر ټينګېدو راڅرخي


ولسمشرۍ ماڼۍ
ولسمشرۍ ماڼۍ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کابل او د هغه د متحد واشنګټن ټوله هڅه پر دې راڅرخي چې په افغانستان کې دايمي اوربند ټينګ شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي د يکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، دغسې يو اوربند به وکړاى شي په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو سبب شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د سولې د پلان عمده برخه دا ده چې پر يوه اوربند موافقه وشي، د افغانستان د حکومت او امريکا د هڅو نتيجه د يوه اوربند سبب شي، داسې اوربند چې واضح تعريف ولري، چې د تاوتريخوالي او جګړې د بندېدو سبب شي."

وسله والو طالبانو يوازې د ٢٠١٨ میلادي کال په جون مياشت کې د کوچني اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړى و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند په خپلو خبرو کې تمه وښوده، چې وسله وال طالبان به د دايمي اوربند د ټينګېدو او د ناکراريو د ختمېدو لپاره د افغانستان او امريکا د حکومتونو او عامو افغانانو غوښتنه ومني.

خو په سپېټمبر میاشت کې په کابل کې تر یوې حملې وروسته چې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان يې په نتيجه کې ووژل شول، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرې وځنډولې، چې د اوربند پر موضوع هم په کې بحث کېده.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له هيئت سره د لسم پړاو خبرې په ډسمبر مياشت کې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر کې له طالب استازو سره د غونډې پرمهال. March 12, 2019
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر کې له طالب استازو سره د غونډې پرمهال. March 12, 2019

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې مخکې ويلي وو، د افغانستان او امريکا ترمنځ موافقه شوې چې د سولې د خبرو د بيا پيلېدو په صورت کې به تاوتريخوالى کمېږي او نتيجه به يې په افغانستان کې د اوربند ټينګېدل وي.

خو اوس د افغانستان حکومت ټينګار کوي چې د تاوتريخوالي کمول عملي جنبه نه لري، بلکې مهم ټکى په افغانستان کې د ”اوربند“ ټينګېدل دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وويل: "مونږ د سولې په اړه له طالبانو اورو چې دوى له اوربند سره خپله موافقه نه ده اعلان کړې، هغه څه چې ويل شوي د تاوتريخوالي کمېدل دي، د افغانستان حکومت او خلکو ته د تاوتريخوالي کمول يوه ګونګه موضوع ده چې عملي اړخ نه لري، يوه سمه، حقوقي، پوځي او عملي معنى نه لري، ځکه نو افغانانو ته اوربند د سولې په پروسه کې د هر پرمختګ اساس او په افغانستان کې د يوې پايدارې او باعزته سولې بنسټ دى."

د حکومت او عامو افغانانو له غوښتنې سره- سره وسلوال طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي.

دغې ډلې د سولې د مذاکرو پر مهال هم په افغانستان کې خپلې حملې نه وې بندې کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي وايي، د زلمي خليلزاد په ماموريت کې له طالبانو سره پر دوو موضوعاتو بحث شامل و، يوه د اوربند موضوع او بله هم له افغانستانه بهر د ټروريزم د ځالو له منځه وړل.

په همدې حال کې د امريکا د کانګرس يوه مخکښ سناتور لېندسي ګراهام د ډېسمبر پر لسمه ويلي و که پاکستان په خپله خاوره کې وسله‌والو طالبانو ته پټن‌ځايونه ورنه‌کړي، په افغانستان کې به روانه جګړه په څو اوونيو کې ختمه شي.

سناتور لېندسي ګراهام ويلي چې د امريکا متحده ايالات بايد د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره د طالبانو پر ځاى له پاکستان سره مذاکره وکړي.

بل پلو په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې د ټویټر له لارې د سولې خبرو په اړه د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وايي، افغان سوله د ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه هیله ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې

هغه وايي، ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له پروسې څخه ملاتړ کړی او هیڅ داسې یو دلیل نشي پیدا کېدای چې ایران په دې برخه کې خپل دریځ بدلون ورکړي.

هغه وايي، زه له ټولو خواو غواړم چې په دې برخه کې خپله همکارۍ ونسپموي.

XS
SM
MD
LG