د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

'خلیل‌زاد له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی'


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی.

په احتمالي توګه د دغه سفر هدف د امریکا د ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد او طالب استازو ترمنخ د سولې مذاکراتو بيا پیل وي.

د دغو خبرو لسم پړاو شاه خوا ۲۳ ورځې وړاندې د لیندۍ په ۲۲ په موقت ډول ودرول شو.

په هغه وخت کې طالبانو اعلان وکړ، چې خبرې د دوی په غوښتنه درول شوې دی، څو له خپلو رهبري سره سلا مشورې وکړي.

بیا طالبانو دا هم تایید کړه، چې د دوی یوشمېر استازي د مشورو لپاره پاکستان ته سفر کړی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

اوس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل: "سلا مشوري بشپړې شوې، خو وروستۍ شوې نه دي، موږ منتظر یو چې نهايي شي او توافقنامه لاسلیک شي."

که څه هم امریکا او طالبانو د مذاکراتو د بیا پيل په اړه لا تراوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو یو شمېر پخواني غړي وايي، تمه لري، چې د سولې مذاکرات ژر پيل شي.

د طالبانو پخوانی غړی سیداکبر اغا ازادي راډیو ته وویل چې د طالب استازو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ به د سولې مذاکرات په روانه اونۍ کې پیل شي.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبرآغا
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبرآغا

سیداکبر اغا وویل: دې اونۍ په پای کې، کله چې خلیلزاد قطر ته ولاړ شي، په دوو یا درې ورځو کې به پیل شي، ممکن د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ مذاکرات بیا پيل شي."

افغان حکومت هم تمه لري چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات دا ځل نتیجه ورکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات باید بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي: "دا چې دا پړاو مذاکرات تازه شروع کیږي، یوه نتیجه اخیستل کېږي، د افغانستان د سولې په پروسه حتما تاثیر لري، تمه لرو، چې د واړه خواوې پایلې ته ورسیږي او دا نتیجه بین الاافغاني خبرو ته لاره هواره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په بیا بیا له طالبانو غوښتي چې له بین الافغاني خبرو وړاندې اوربند وکړي.

که څه هم طالبانو د افغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی خو له دې وړاندې د طالبانو په یوې اعلامیه کې راغلي و چې امریکا له دوی د تاوتریخوالی د کمېدو غوښتنه کړی، په اعلامیه کې راغلي وه چې طالبان په دې اړه له خپلې رهبرۍ سره مشوره کوي.

تراوسه ښاغلي خلیلزاد له طالب استازو سره لس پړاوه مذاکرات کړي، له دغو خبرو هدف د سولې توافق ته رسېدل دي.

طالبانو سره د امریکا د سولې مذاکرات یوځل د تېر میلادي کال د سېپټمبر په میاشت کې وروسته له هغې د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه شوه، چې طالبانو د کابل په شش درک سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې د یو امریکايي سرتیري په ګډون دولس کسه ووژل.

امریکا تېره میاشت له طالبانو سره دغه مذاکرات له سره پیل کړل خو له شپږ ورځو خبرو وروسته په موقت ډول ودرلو شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG