د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

"قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو نوی بهیر"


ارشیف
ارشیف

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې نوې پروسه پیل شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه پخوانی سند او پرمختګونه لغوه شوي او اوس په قطر کې زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرو تازه لړۍ پیل کړې.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري د شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په قطرکې د امریکا او طالبانو ترمنځ پخوانۍ ۹ پړاو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له خوا درې میاشتې مخکې باطلې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د اغلې انوري په خبره په تازه پړاو خبرو کې به لومړی په اوربند او په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په اړه خبرې وشي.

هغې وویل: "د هرډول غونډې له پیلېدو مخکې باید د اوربند او په پاکستان کې د طالبانو د پټن ځایونو پر موضوع بحث وشي، په قطرکې خبرې داسې پیلیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پخوانی سند باطل دی، هغه د منلو وړ نه دی او د هغې پر بنسټ نور خبرې نه کیږي، یعنې کومې خبرې چې کېږي داسې دي لکه چې له سره هرڅه پیل شوي وي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې رسمي خبرې بیا پیل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند آزادي راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي پر کمېدو دی چې اوربند او بین الافغانی مذاکراتو ته لاره هواروي.

ښاغلی خلیلزاد مخکې له دې چې په قطر کې له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي په کابل کې یې له افغان چارواکو او سیاسیونو سره د سولې په اړه پراخې خبرې وکړې.

په همدې حال کې د طالبانو یوه سرچینه د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې په کوم ځای کې درېدلي وو، بېرته له هماغه ځایه پیل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی محمد امین وقاد وایي، ممکن په نږدې راتلونکې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سولې د عالي شورا غړی محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا غړی محمد امین وقاد

هغه زیاتوي: "د هغې لیوالتیا په نظر کې نیولو سره چې طالبان یې سولې ته لري هیله ده چې کم او زیات یوه اونې یا لسو ورځو کې دا هوکړه لیک لاسلیک شي، لازم مراحل ژر ترسره کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصه شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاو خبرې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د هغې انتحاري حملې په غبرګون چې د یوه امریکایي پوځي په ګډون دولس تنه په کې ووژل شول د ولسمشر ټرمپ له خوا لغوه اعلان شوې.

خو طالبانو له هماغه وخت راهیسې ویلي چې دوی خبرو ته لیواله دي او د دوی او امریکا ترمنځ مذاکرات باید بیا پیل شي.

د افغانستان سیاسي کړیو او عامو افغانانو هم ټنیګار کړی چې د دې هېواد د روانې جګړې یوازینۍ حل لاره د افغان حکومت په ګډون د سولې خبرې اترې او اوربند دی.

XS
SM
MD
LG