د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

"د خلیلزاد د سفر هدف د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیلېدل دي"


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون افغانستان ته تللی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون افغانستان ته تللی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايی، د زلمي خلیلزاد د سفر هدف دا دی چې د سولې بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي.

د امریکايي چارواکو په خبره، د دغې ناستې په پیل سره به طالبان د افغانستان له یوه ملي ټیم سره ناسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو سره په مذاکراتو کې به د افغانستان یو ټول شموله پلاوی چې پر دولت سربېره به د ټولو اقشارو استازي په کې ګډون ولري، د سولې خبرې پرمخ یوسي.

دغه ویاند وویل چې کابل او دوحې ته د خلیل زاد د سفر موخه د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ژر پېلېدل ډي.

سرچینه زیاتوي، په دغه بین الافغاني ناسته کې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره د سیاسي لارې نقشه ترسیم او پر یوه دایمي او جامع اوربند موافقه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل زاد اوس مهال په کابل کې ددغه هېواد له حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او د سولې پر بهیر یې خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او د سولې پر بهیر یې خبرې کړې دي.

خلیلزاد به له کابل وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د تاوتریخوالي په راکمولو خبرې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې تېره شپه زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوربند پر امکاناتو خبرې وکړې.

د ولسمشر غني یو ویاند دواخان مینه پال که څه هم له طالبانو سره د افغانستان ملي مذاکره کوونکي پلاوي په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د سولې د خبرو محوریت به د کابل په لاس کې وي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "مذاکرات بېلابېل پړاونه لري. ځینې برخې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي، هغه څه چې د افغانستان حکومت پورې اړه لري، په هغه باندې د کابل او واشنګټن ترمنځ هوکړه شوې چې د سولې د مذاکراتو محوریت به د افغانستان د حکومت په لاس کې وي."

بل خوا زلمي خلیلزاد د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس او د سولې عالي شورا له غړیو سره هم د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل، زلمي خلیلزاد ورته ویلي چې امریکا له طالبانو سره توافق ته رسېدلې ده او د افغاني مذاکره کوونکي ملي پلاوي د جوړېدا په اړه یې د افغانستان له سیاسي څېرو سره خبرې کړې.

ښاغلي دین محمد وویل: "نوموړي (زلمي خلیلزاد) ویلي چې موږ له طالبانو سره په ډېرو برخو کې توافق ته رسېدلي یو؛ اوس امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالي په راکموالو خبرې کوي. خلیلزاد په دې اړه د افغانستان د حکومت نظر غوښت او د ټول شموله مذاکره کوونکي پلاوي په جوړېدا یې ټینګار کاوه."

د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ تر نهه پړاوه خبرو وروسته د سولې رسمي مذاکرات په تېر سپتمبر کې هغه وخت ولسمشر ډونالد ټرمپ لغوه کړل چې طالبانو په کابل کې د یوه موټربم چاودنې مسوولیت ومانه چې پکې د یوه امریکایي سرتیرې په ګډون ووژل دولس تنه شول.

XS
SM
MD
LG