د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ځیني سیاسیون: د طالبانو او امریکانو ترمنځ مشروط اوربند شوی


د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات تر لغوه کېدو دوه میاشتې وروسته روانه میاشت په دوحه کې له سره پیل شول، خو د امریکایانو پر پوځي اډې بګرام د طالبانو تر یوه موټربم برید وروسته د قوس په ۲۱مه په موقتي ډول ودرول شول.
د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات تر لغوه کېدو دوه میاشتې وروسته روانه میاشت په دوحه کې له سره پیل شول، خو د امریکایانو پر پوځي اډې بګرام د طالبانو تر یوه موټربم برید وروسته د قوس په ۲۱مه په موقتي ډول ودرول شول.

د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې چې له زلمي خلیلزاد سره یې کتلي، وايي چې د امریکا ځانګړي استازي هغوی ته د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوربند خبره کړې ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او خلیلزاد ترمنځ ناسته کې یې حضور درلود ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو او امریکایانو تر منځ مشروط اوربند شوی دی.

ښاغلي معنوي وویل: "هغه څه چې د هغه (خلیلزاد) په خبرو کې نوي وو، د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند په اړه بحث شوی. همدارنګه داسې یې هم وویل چې طالبانو له امریکایانو سره اوربند منلی، خو د افغانستان له امنیتي قواوو سره نه! خو دا بحث هم شوی چې که چېرې پر دولتي ځواکونو حمله وشي او بهرني ځواکونه د هغوی مرسته وکړي نو بیا په هغه صورت کې دا ژمنې بېرته له منځه تللای شي."

ښاغلی معنوي وايي خلیلزاد د افغانستان حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ مشروط اوربند شوی دی.
ښاغلی معنوي وايي خلیلزاد د افغانستان حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ مشروط اوربند شوی دی.

جهادي مشر او د اوبو او برښنا پخواني وزیر محمد اسماعیل خان وویل، د طالبانو او امریکایانو په خبرو کې د افغانستان له حکومت سره هم پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمېدو هم بحث شوی دی.

اسماعیل خان چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خلیلزاد په ناسته کې یې ګډون درلود ازادي راديو ته وویل، په یاده ناسته کې زلمي خلیلزاد ته ځينې وړاندیزونه هم وشول.

هغه وویل: "زموږ وړاندیزونه دا و چې د سولې په پروسه کې چټکتیا رامنځته شي او هڅه وشي چې که طالبان دایمي اوربند نه مني حد اقل دوه یاد درې میاشتني اوربند ته دې قانع کړای شي، تر څو د سولې لپاره د باور رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شي."

تېره ورځ د عرب نیوز په نوم یوې رسنۍ راپور خپور ورکړ چې زلمي خلیلزاد ورسره په مرکه ټینګار کړی، که طالبان د امریکایانو له لوري لس ورځنی وړاندیز شوی اوربند ونه مني، د سولې روانې خبرې اترې به بې پایلې پای ته ورسېږي، خو دا خبر د خلیلزاد دفتر رد کړ.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي چې تر دې دمه د امریکایانو او طالبانو تر منځ پر اوربند پرېکړه نه ده شوې او سلا مشورې پرې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډيو ته لیکلي: "په هغه څه به عمل کېږي چې په توافقنامه کې دي، خو د امریکایي استازي او طالبانو د خبرو د ځنډ لامل یوازې د طالب مشرانو تر منځ پر اوربند سلا مشورې دي."

خلیلزاد پرون په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او له طالبانو سره د خپلو خبرو په تړاو یې معلومات ورکړل.
خلیلزاد پرون په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او له طالبانو سره د خپلو خبرو په تړاو یې معلومات ورکړل.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت پر اوربند ټینګار کوي او که دا غوښتنه ونه منل شې د سولې خبرې هم مخته تللی نه شي.

ښاغلي محمود وویل: "تر هغه چې اوربند ونه شي او طالبان خپل پټنځایونه پرې نه ږدي، موږ نه مخامخ مذاکرات کولای شو او نه به هم د سولې خبرې اترې یوې پایلې ته ونه رسېږي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات تر لغوه کېدو دوه میاشتې وروسته روانه میاشت په دوحه کې له سره پیل شول، خو په پروان کې د امریکایانو پر پوځي اډې بګرام د طالبانو تر یوه موټربم برید وروسته د قوس په ۲۱مه ودرول شول.

خلیلزاد د خبرو تر موقتی درېدو وروسته لومړی اسلام اباد او پرون (قوس ۲۷مه) کابل ته لاړ ترڅو د افغانستان له حکومتي مشرانو سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

خلیل‌زاد افغانستان ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې د سولې په پروسه کې یوه مهم پړاو ته نږدې کېږي.

XS
SM
MD
LG