د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د طالبانو او امریکا د مذاکراتو له موقتي درېدو وروسته خلیل‌زاد کابل ته تللی


خلیلزاد داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د منځني ختیځ یوې رسنۍ "عرب نیوز" راپور ورکړی چې امریکايي پلاوي له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د منځني ختیځ یوې رسنۍ "عرب نیوز" راپور ورکړی چې امریکايي پلاوي له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.

په موقت ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر ځنډېدو پنځه ورځې وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته تللی او د افغانستان له حکومتي مشرانو سره‌یې کتلي دي.

حکومتي سرچینې وايي چې ښاغلي خلیل‌زاد د نن ورځې (قوس ۲۷مه) په کتنو کې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو او پاکستان ته د وروستي سفر په تړاو د ملي یووالي حکومت جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، خلیل‌زاد سره په ارګ کې د ولسمشر غني د خبرو اصلي محور، د اوربند ټينګښت او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو تمرکز و. د ښاغلي صدیقي په خبره، ولسمشر غني په دې کتنه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام خپله اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه: "اوربند او له افغانستانه بهر د طالبانو پر پټنځایونو بحث وشو. دغه‌شان د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه وښودل شوه او په ټوله کې په دې بحثونه وشول چې څنګه سوله راشي، اوربند وشي او بالاخره موږ یوې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم لیدنه درلوده او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله ویلي چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او هیله ده چې د سولې روانې خبرې اترې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

کابل ته د خلیل‌زاد له سفر سره هم‌مهاله د منځني ختیځ یوې رسنۍ "عرب نیوز" راپور ورکړی چې امریکايي پلاوي له طالبانو د ۱۰ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د خلیل‌زاد په مشرۍ د مذاکراتو امریکايي پلاوي طالبانو ته ویلي، که چېرې ۱۰ ورځنی اوربند ونه‌منئ، د سولې روانې خبرې به بې‌پایلې پای ته ورسېږي، خو خپله خلیل‌زاد په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

خو د خلیلزاد د مذاکراتي ټیم یوه غړي ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې په داسې موقعیت کې نه دی چې په دې اړه جزئیات ورکړي.​

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه خبرې له وخت مخکې بللي دي.

پروان کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې بګرام د طالبانو تر برید وروسته، د دواړو لوریو مذاکرات د قوس له ۲۱مې، یو ځل بیا تر نامعلومې مودې ځنډېدلي دي.
پروان کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې بګرام د طالبانو تر برید وروسته، د دواړو لوریو مذاکرات د قوس له ۲۱مې، یو ځل بیا تر نامعلومې مودې ځنډېدلي دي.

دا چې د سولې تر هوکړې وړاندې به طالبان لس ورځني اوربند ته غاړه کېږي که نه؟ پخواني طالب چارواکي سیداکبر اغا ازادي راډيو ته وویل: "که په لس ورځني اوربند ستونزه حل کیږي، دا خو ډېره ښه خبره ده. خو زه فکر کوم چې طالبان به د هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې لس ورځنی اوربند ونه مني، ځکه دوی به فکر کوي چې شاید په دې کار تر پوښتنې لاندې راشي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو تر یوې حملې وروسته لغوه شول، د قوس په ۱۶ مه پيل بېرته شول چې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکز و، ترڅو اوربند او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

خو پروان کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې د طالبانو تر برید وروسته، دغه خبرې د قوس له ۲۱مې، یو ځل بیا تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.

خو دواړو لوریو ویلي چې دا وقفه ددې لپاره راغلې چې دواړه لوري له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

خلیلزاد د مذاکراتو تر درېدو وروسته د قوس په ۲۲مه اسلام اباد ته لاړ او ددغه هېواد له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره یې د افغانستان پر سولې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG