د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

"ډېر ژر به طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې د لاسلیک نېټه وټاکل شي"


ښاغلي شاهین نن د جمعې په ورځ (جدي ۲۱مه) د روسیې له خبري اژانس تاس سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.
ښاغلي شاهین نن د جمعې په ورځ (جدي ۲۱مه) د روسیې له خبري اژانس تاس سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د لاسلیکولو نېټه به په نژدې راتلونکې کې وټاکل شي.

ښاغلي شاهین نن د جمعې په ورځ (جدي ۲۱مه) د روسیې له خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي، که څه هم تراوسه څرګنده نه ده، خو دی تمه لري چې د موافقې لاسلیکولو نېټه به ډېر ژر معلومه شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې درنې جګړې لاهم روانې دي، د افغانستان حکومت د سولې لپاره اوربند یو اساسي شرط بولي خو ظاهرا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبان غواړي د اوربند په اړه په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي و چې د طالبانو او امریکا استازي موافقې ته رسېدلي او یوشمېر نور هېوادونه به د دې موافقې د لاسلیک په مراسمو کې حاضر وي.

په عین حال کې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي هم هیله من دی چې د امریکايي چارواکو او طالب مشرانو ترمنځ موافقه به ډېرژر لاسلیک شي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره تردې مهاله لس پړاوه مذاکرات کړي دي.
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره تردې مهاله لس پړاوه مذاکرات کړي دي.

ښاغلي فضلي د پنجشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی په دې برخه کې ډېر ډاډه دی.

"وضعیت ته په کتو داسې معلومېږي چې امریکایان څومره جدي شوي دي. ترکومه چې زه معلومات لرم حتی د امریکایانو له خوا څخه لاسلیک شوې موافقه طالبانو ته استول شوې او یوازې د طالبانو لاسلیک پاتې دی چې هغوی یوڅه ملاحظات پکې لري، خو امکان لري چې په راروانه اوونۍ کې دا موضوع حل شي او وروسته به د افغانستان حکومت خپل رسمي دریځ وړاندې کړي."

که څه هم د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو راهیسې درېدلي، خو ویل کېږي چې ښاغلی خلیلزاد تېره اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې و، او له طالب مشرانو سره یې خبرې وکړې مګر په دې اړه هېڅ لوري هم تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ یو ځل تر نهه پړاو مذاکراتو وروسته چې دواړه لوري په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلي وو، کابل کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته مذاکرات د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا په سپټمبر میاشت کې لغوه شول. د طالبانو هغه برید کې د یوه امریکايي پوځي په ګډون لږترلږه ۱۱ کسان ووژل شول.

که څه هم درې میاشتې وروسته مذاکرات له سره پیل شول، خو تر څو ورځو خبرو وروسته پر بګرام هوايي اډې د طالبانو له برید سره بېرته په موقت ډول وځنډېدې، نو ځکه د تشدد دوام د سولې د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ بلل کېږي.

په دې وروستیو کې طالبان او امریکايي چارواکي د تشدد د کمېدو غوښتنه کوي خو د افغانستان حکومت پر بشپړ اوربند ټینګار کوي چې طالبان یې مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG