د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

پامپیو: ايران د افغانستان د سولې بهیر زيانمنوي


د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير وايي ايران د افغانستان د سولې بهیر د زيانمنولو لپاره فعالانه هڅه کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير پر ايران سخت انتقاد وکړ او ويې‌ويل دغه هېواد په افغانستان کې له افراطي ډلو سره اړيکې لري او د افغانستان د سولې پروسه زيانمنوي.

مايک پامپيو پرون سې شنبه (د جنورۍ ٧مه) په واشنګټن کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، ايران په فعالانه ډول په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو او نورو افراطي ډلو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د بحران داسې يو اړخ شته چې نورې پاملرنې ته اړتيا لري چې هغه په افغانستان کې د ايران د اسلامي جمهوريت دخالت دى، ايران د سولې لپاره په سيمه‌ييزه او نړيواله اجماع کې له يوځاى کېدلو ډډه کړې او په واقعيت کې نن، هلته د افراطي ډلو د ملاتړ لپاره په خپلې اوږدمهالې او نړيوالې هڅې سره د افغانستان د سولې پروسې د کمزوري کولو لپاره فعالانه کار کوي."

ايران تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو او په منځني ختيځ کې د نورو افراطي ډلو په تمويل او ملاتړ تورن شوى.

د ايران د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف په ګډون ايراني چارواکو تر دې مخکې ويلي چې له طالبانو سره‌يې د ارتباطاتو هدف د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته ده.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون وويل، ايران له پخوا راهيسې د حقاني شبکې غوندې له افراطي ډلو سره ارتباط درلود.

نوموړی وايي: "زيات کسان په عرب هېوادونو کې د ايران په نيابتي شبکو خبر دي، خو د ايران رژيم له طالبانو او نورو اړوندو ګروپونو لکه حقاني شبکې، د تورې بوړې او ملا داد الله ډلو سره ارتباط لري، د ايران په چټله لوبه کې ښکېل کېدل به يوازې د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه کړي."

د ښاغلي پامپيو د پرونۍ وينا ډېره برخه د ايران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سليماني د وژل کېدو په اړه وه.

سليماني تېره جمعه د ايران د ګاونډي هېواد عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امريکا د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هغه راپورونه بې‌اساسه وبلل چې په‌کې ويل شوي، قاسم سليماني عراق ته په يوه ډيپلوماتيک مأموريت ورغلى و.

تر دې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي وو چې سليماني په دغسې يوه مأموريت بغداد ته تللى و چې ووژل شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا د دفاع له وزير مارک اسپر سره د سيمې پر وروستيو امنيتي تحولاتو خبرې وکړې.

ولسمشر غني پرون په ټويټر کې ليکلي چې دواړو لورو ومنله چې د دې وخت دى څو د امريکا او ايران ترمنځ کړکېچ سم دلاسه حل شي.

اوس پوښتنه ولاړېږي چې د قاسم سليماني وژل کېدل او تر هغه وروسته ولاړ شوى کړکېچ څومره کولاى شي د افغانستان د سولې پروسه اغېزمنه کړي؟

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هيله‌من دى چې په سيمه کې وروستي تحولات به د دې سبب شي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې يوه موافقه ژر نهايي شي.

د دغه وزارت سلاکار عزيز الله فضلي پرون ازادي راډيو ته وويل: "سليماني چې څنګه ووژل شو، د هغه له وژل کېدو سره په سيمه کې نور هم وضعيت کړکېچن شو، امريکايانو او طالبانو ته زمينه ډېره مساعده شوه چې يوې هوکړې ته سره ورسېږي، نو زما فکر هم همدا دى چې په راروانو ورځو کې به هغه موافقه چې دوى ورباندې سلا کړې وه، هغه به نهايي کېږي، دا د افغانانو په خير ده، خليل‌زاد له ډېره وخته هڅې کوي، خو اوس داسې ښکاري چې دا موضوع نهايي شوې او نهايي کېږي به."

د امريکا او طالبانو ترمنځ تر اوسه د سولې کومه موافقه لاسليک شوې نه‌ده.

د غربي رسنيو د راپورونو له مخې، د امريکا متحده ايالات يو وار بيا له طالبانو سره د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو هڅه کوي، داسې موافقه چې په مرسته‌يې ښايي له افغانستانه ځيني بهرني سرتېري ووځي او په بدل کې به وسله‌وال طالبان تاوتريخوالى کموي.

خو د دغه تاوتريخوالي د کمولو په اړه زيات وضاحت نه‌دى ورکړل شوى چې په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو په وړاندې حملې او جګړې کمېږي که به پر ملکي افغانانو او افغان ځواکونو هم حملې کمې شي؟

XS
SM
MD
LG