د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

دفاع وزارت: تر اوربند پورې به طالبان په نښه کوو


روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.
روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.

دا خبره د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بیګا چهارشنبه ازادي راډیو ته وکړه.

د رپوټونو له مخې په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو سختې نښتې کړي او د دواړو لوریو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس چې د کار موده یې په ختمېدو ده ویلي امریکا د تاوتریخوالي داسې کمښت یا اوربند غواړي چې افغان پوځیان هم پکې شامل وي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان پوځیانو اوسنۍ جګړه د سولې د تامین لپاره ده.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي چهارشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.

"که چېرته مقابل لوری راځي او د سولې غوښتونکی وي خو داسې نښې نښانې تر اوسه پورې نه دي لیدل شوي. دوی (طالبان) ولې بیا هم بریدونو ته مخه کړې ده. دوی د پردیو لاسپوڅي دي د پردیو برنامې عملي کوي نو که چېرته په دې شکل باندې وي، زه فکر کوم د سولې راتګ بیا په دې لارې چې دوی اوس روان دي یو څه ستونزمن دی. دلته د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر هغه مهاله چې دوی واقعي سوله نه وي غوښتي، نو د خپلو خلکو د دفاع لپاره مجبوره دي چې دښمن هدف وګرځوي."

احمدزي وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د سه شنبې په شپه او د چهارشنبې سهاروختي د افغانستان په شمال کې طالبانو د افغان پوځیانو په پوستو او موټرو بریدونه کړي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي یواځې د تخار په درقد کې د ملي اردو د دوو سرتیرو وژل کېدل تایید کړل.

اخوا ازادي راډیو، فرانسې خبري اژانس او اسوشیټیډ پریس ته د بلخ، کندز او تخار امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا ځینو غړیو تایید کړې چې د سه شنبې شپې ناوخته او د چهارشنبې سهار وختي د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ افغان پولیس او د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

دفاع وزارت هم د چهارشنبې ورځې په اعلامیو کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژلو خبره کړې ده.

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې داسې وخت د طالبانو او افغان پوځیانو نښتو زور اخیستی چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کې خپله اتلس کلنه جګړه پای ته ورسوي او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طلوع نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې چهارشنبه خپره شوه وویل امریکا یواځې د ځان لپاره نه بلکې د افغان پوځیانو لپاره هم د تاوتریخوالي کمښت غواړي.

"موږ یواځې د طالبانو او امریکايي او ایتلافي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت یا د اوربند په اړه غور نه کوو، بلکې په دې (د تاوتریخوالي کمښت یا اوربند) کې افغان پوځیان هم باید شامل شي ځکه له هغه پرته به په تاوتریخوالي کې کمښت ونه شي."

طالبانو هر وار د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند رد کړی او یواځې له امریکا سره خبرې کوي.

د دوی د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وروستی وار د ډسمبر په شلمه په خپله ټوېټر پاڼه یو ځل بیا د طالبانو دریځ لیکلی و چې بین الافغاني خبرې یواځې هغه وخت پیلوي چې د بهرنیو عسکرو د وتلو موافقه لاسلیک شي.

د امریکا او طالبانو خبرې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په اوومه تر درې میاشتني ځنډ وروسته بیا پيل شوې وې، خو په بګرام هوایي اډې د طالبانو تر برید وروسته دا خبرې وځنډېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دلیل راوړی و چې طالبان دې له خپلې مشرتابه سره مشوره وکړي چې غواړي او کولای شي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.

د امریکا سفیر جان بس په خپله وروستۍ مرکه کې ټینګار کړی: "تر دې مخکې چې امریکا بیا خپلې خبرې پيل کړي طالبان دې نه یواځې (امریکا) بلکې تر ټولو مهمه افغانانو ته چې هره ورځ په جګړه کې وژل کیږي ښکاره کړي چې اماده دي په عمل کې تغبیر راولي او د راتلونکې لپاره جلا لار غوره کړي."

XS
SM
MD
LG