د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

واشنګتن پوسټ د اوربند په اړه ضد او نقیض راپورونو ته پام اړولی


واشنګټن پوسټ:

د طالبانو له خوا د اوربند په اړه ضد او نقیض راپورونو د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې پام ور اړولی دی.

نړیوالو رسنیو د اوونۍ په پیل کې راپور ورکړی و چې اوربند نږدې دی.

د ورځپاڼې په لیکنه په دې اړه راپورونو وروسته تر هغه خپاره شول چې د طالبانو څو مشرانو په پاکستان کې غونډې وکړې.

واشنګتن پوسټ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله د دې ډلې یوه بیان ته هم اشاره کړې ویلي یې دي د دې قصد نه لري چې اوربند اعلان کړي.

د افغانستان پوځ هم ویلي، تر هغو چې طالبان سولې ته غاړه کینږدي د دوی له خوا به هدف ګرځول کیږي.

ورځپاڼه لیکي یو نظر دا دی چې په پاکستان کې د طالبانو مشرانو په یوه اوربند موافقه کړې، خو یو شمېر نور سیمه ییز قومندانان یې بیا د اوربند مخالفت کوي.

کابل هیله ښودلې چې طالبان په مستقیمه توګه له دوی سره خبرو ته کښیني او اوربند ته غاړه کیږدي.

خبریال او سیاسي تحلیلګر سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو په اوربند نه بلکې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره خبرې کړي.

یوسفزی چې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره پيژني ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت د موافقې جزییات او نېټه لا نه ده مشخصه شوې.

سمیع یوسفزي د تاوتریخوالي په کمښت باندې موافقه د بین الافغاني خبرو او بیا وروسته د اوربند لپاره موثره وبلله.

هیل:

هیل خپرونې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکايي پوځیانو په تلفاتو باندې مقاله لیکلې ده.

د خپرونې په لیکنه تېر میلادي کال ۱۷ امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یو کال کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو تر ټولو لویه شمېره ده.

هیل خپرونې په افغانستان کې د سرتیرو د کمښت په اړه د امریکا پرېکړې ته هم اشاره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې اته نیم زرو ته د سرتېرو د شمېر د راکمولو په اړه فکر کوي.

هیل خپرونې لیکلي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېرې په اړه ولسمشر ټرمپ او کانګرس په میاشتو میاشتو مخالفت پاللی دی.

د خپرونې په لیکنه د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړیو ټرمپ ته څو واره خبرداری ورکړی چې طالبان لا هم د یوه ګواښ په توګه په سیمه کې موجود دي او په کار نه ده چې سرتېري را وایستل شي.

XS
SM
MD
LG