د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

ارګ د اوربند او سپېدار د تاوتریخوالي د کمښت پلوي کوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

ارګ د اوربند او اجرائیه ریاست د تاوتریخوالي د کمولو پلوي کوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، که طالبان د تاوتریخوالي له کمولو سره توافق وکړي دا بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابرولی شي، خو په وینا یې باید د تاوتریخوالي د کمولو معیارونه مشخص شي څو خلکو ته زیان وانه‌وړي.

ارګ او سپېدار ماڼۍ چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دوه شریکان دي، د سولې په تړاو د یوې مهمې مسئلې په اړه یو نظر نه‌لري.

د ارګ لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو تر پیل مخکې اوربند مهمه مسئله ده، خو اجرائیه ریاست وايي، لومړی دې تاوتریخوالی راکم شي چې په پایله کې یې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، باید د تاوتریخوالي د کمولو معیارونه مشخص وي.

د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم

هغه زیاته کړه: "موږ هېڅکله د اوربند مخالف نه‌یوو، که اوربند وشي او یا تر هغې لوړ ګام واخیستل شي، جنګ بند شي او طالبان دې نتیجې ته ورسېږي چې کولای شي د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي او بالاخره جګړه د حل لاره نه‌ده، معلومه خبره ده چې موږ یې هرکلی کوو، خو د تاوتریخوالي او جګړې کمېدل چې که جزئیات، معیارونه او ژمنې یې مشخصې وي، زموږ په باور کولای شي، د بین‌الافغاني خبرو اترو پر لور یو ګام وي."

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ویلي وو، د سولې د خبرو لپاره چې هره طرحه وړاندې کېږي باید روښانتیا ولري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

د صدیقي په وینا، د سولې ټینګښت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په معنی دی او د سولې د خبرو لپاره اساسي طرحه هم د اوربند ټینګښت دی.

د ولسمشر ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمول عملي اړخ نه‌لري.

تر دې مخکې څو ځلې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه اوازې خپرې شوي، خو د ۲۰۱۸ میلادي کال په لوی اختر کې له درې ورځني اوربند پرته دواړو لورو هېڅکله خپلو کې اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که چېرې طالبان اوربند ومني، دا به یو اغېز لرونکی اقدام وي، خو د نوموړي په وینا که چېرې د اوربند د اعلان په وړاندې خنډونه موجود وي، د تاوتریخوالي کمول هم کېدای شي افغانستان اوربند ته نږدې کړي او اړتیا ده چې د سولې بهیر همداسې مخکې ولاړ شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد

تر اوسه پورې په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې د تاوتریخوالي کمښت ټاکلي معیارونه یا مشخص تعریف نه‌لري او دا نه‌ده څرګنده چې تاوتریخوالي په کومه پیمانه کمېږي.

د افغانستان د اردو یو پخوانی جنرال عتیق‌الله امرخېل په کابل کې له نظامي پوهانو څخه دی.

نوموړي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په نظامي برخه کې په دې اړه جګړه یا اوربند، یوازې دوه اصطلاحات دي، او دا د تاوتریخوالي په کمولو باور نه‌لري، ځکه د ښاغلي امرخېل په وینا کم تاوتریخوالی هم د جګړې د دوام په معنی دی.

هغه زیاته کړه: "جګړه خو به دوام لري. پر پوستو، نظامي مرکزونو او ممهو شخصیتونو به بریدونه دوام ولري او دا جګړه ده، کله چې جګړه وي، د تاوتریخوالي کمول معنی ځکه نه‌لري چې د جګړې دوام تاوتریخوالی دی، نو په همدې اساس که څوک د سولې نیت لري او غواړي خپلو اهدافو ته د سولې له لارې ورسېږي، اول باید اوربند وکړي."

دا افغان شنونکی وايي، په افغانستان کې د اوربند له ټینګښت وروسته باید ملګري ملتونه، د امنیت شورا او خپلواک نړیوال بنسټونه د اوربند څارنه وکړي.

کابل کې د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک نهايي شوی دی.

سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې امریکا یو وار بیا له طالبانو سره د سولې د توافق هڅه کوي، داسې یو توافق چې په پایله کې یې ښايي له افغانستان څخه یوه برخه امریکايي سرتېري ووځي او په بدل کې به‌یې طالبان په دې هېواد کې تاوتریخوالی راکم کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG