د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

نیویارک ټایمز: د سولې خبرو په نتيجه کې ښايي امریکايي ځواکونه ووځي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د مأموریت د پای ته رسېدو په اړه لیکلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، سفیر بس په افغانستان کې د خپل دوه کلن مأموریت له پای ته رسېدو سره سم له دې هېواده ځي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، جان بس په داسې حال کې خپل هېواد ته روان شو چې امریکا یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅه کوي.

د دې خبرو په نتيجه کې به‌یې ښايي امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په بدل کې به‌یې د طالبانو تاوتریخوالی کم شي.

ورځپاڼې لیکلي چې دواړو لورو تېره مياشت په خبرو کې موقت اوربند ته نږدې شوي وو او له دې سره چې طالبانو دا خبر رد کړ، تر اوسه معلومه نه‌ده چې ولې دا اعلان له پامه وغورځول شو.

نیویارک ټایمز لیکلي چې راس ویلسن به د امریکا سفارت د سرپرست په توګه کابل ته روان شي او هلته به د امریکا د نوي سفیر تر معرفي کېدو پورې دنده پر مخ یوسي.

  • دې هېل

د دې هېل خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: "افغانستان موږ ته د ایران په اړه پنځه درسونه راښيي."

مقاله لیکي، په داسې حال کې چې د ایراني لوړپوړي نظامي چارواکي تر وژل کېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په منځني ختيځ کې درې نیم زره اضافي سرتېري ګماري، د خلکو بحثونه باید د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي پر راپورونو راوڅرخي.

مقاله د هغو پنځو مواردو سپارښتنه کوي چې باید د افغانستان له جګړې ټول درس واخلي او د مقالې په لومړۍ برخه کې راغلي چې اسامه بن لادن اصلي ګټونکی دی.

مقاله د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار د راپور له قوله لیکلي چې وايي، د سپينې ماڼۍ پخواني کارکوونکي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ویلي: "وروسته له هغه چې اسامه بن لادن ووژل شو، ښايي په خپل قبر کې يې پر دې خبره ډېر خندلي وي چې امریکا په افغانستان کې څومره ډېرې پیسې ولګولې."

همداراز په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د بن لادن له زوی عمر سره د رولینګ سټون مجلې مرکې ته هم اشاره شوې.

په دې مرکه کې د مقالې په وینا، عمر بن لادن ویلي چې پلار یې غوښتل امریکا افغانستان ته لاړه شي او هلته دومره پیسې ولګوي چې اقتصاد یې سقوط وکړي.

مقاله د دوهم مورد یادونه کوي چې امریکايان نه‌پوهېدل ولې يې ځواکونه افغانستان ته ځي.

دې هېل په درېیم مورد کې لیکلي اوس وخت رارسېدلی چې امریکا په افغانستان کې دولت جوړونه بنده کړي.

په مقاله کې راغلي دي چې په افغانستان کې تر ۲۰۰۷ میلادي کاله اداري فساد دومره ډېر شوی وو چې پخواني امریکايي سفیر راین کراکر ویلي وو چې مخنیوی يې ناممکنه ښکاري.

مقاله د واشنګټن پوسټ یوه راپور ته اشاره کوي چې امریکا د مرستو د ادارې (یو اېس اېډ) د یوه چارواکي له قوله ویلي: "د افغانستان په یوه کوچنۍ ولسوالۍ کې چې خټين کورونه‌يې درلودل، هره ورځ د درېیو میلیونه ډالرو د وېشلو هڅه کېده."

د مقالې په لیکنه څلورم ټکی دا یاد شوی چې تاریخ بېرته راڅرخي او مقاله په پنځم ټکي پای ته رسېږي چې وايي وخت رارسېدلی دا لېونتوب د تل لپاره پای ته ورسېږي.

په افغانستان کې امریکا دوه ټریلیونه ډالره مصرف کړي دي.

XS
SM
MD
LG