د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

نیویارک ټایمز: د یوې اوونۍاوربند په نتيجه کې د امریکايي سرتېرو شمېر کمېدای شي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

یو شمېر امریکايي رسنیو د افغانستان د سولې هڅو، د امریکايي ځواکونو وتلو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته پام کړی دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د یوې اوونۍ لپاره د طالبانو د اوربند توافق په نتيجه کې د امریکايي سرتېرو شمېر کمېدای شي او د افغانانو تر منځ خبرې پیلیداشي.

له دې سره چې د طالبانو مشرتابه د یوې اوونۍ د اوربند وړانديز رد کړی، نیویارک ټایمز لیکلي، د دا ډول توافق په صورت کې ښايي راتلونکې مياشت د امریکايي سرتېرو وتلو او بین الافغاني خبرو ته لاره پرانېستل شي.

په مقاله کې د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله راغلي، د پاکستان په کويټه ښار کې – هغه ځای چې د طالبانو ډله اوسي- د تیرې چارشنبې په ورځ په غونډه کې د اوربند په اړه توافق وشو او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده اوربند تائید کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د اوربند په اړه د طالبانو احتمالي توافق د دې ډلې جوړجاړی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو څه بریا ښيي.

د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې خبرې هغه مهال اخلال شوې چې طالبانو د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې بګرام هوايي اډې ته نیږدې پر یوه روغتیايي مرکز حمله وکړه. د لیکوال په باور د حمله کوونکو هدف په دې اډه کې ځای پر ځای امریکايي ځواکونه وو.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې د ژمي په رارسېدو سره افغانان په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د ترینګلي وضعیت او سیاسي بې برخلیکۍ احساس کوي.

ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي، ژمی پیل شو او خلک په ژمي کې د سوځېدونکو توکو د پېرلو ډېر کم توان لري.

په کابل کې د لرګو یوه پلورونکي ورځپاڼې ته ویلي چې د پلازمینې اکثریت اوسېدونکي نشي کولای لرګي واخلي نو ډېری یې پر سکرو کارولو اتکا کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، که ټولې خبرې ته ځير شو، ټاکنو او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو افغانستان د بې برخلیکۍ لور ته بېولی دی.

د ډیسمبر میاشتې په اوږدو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې بېرته پیل شوې خو د ورځپاڼې په وینا، داسي ویل کېږي چې طالبان توافق ته د رسېدو بیړه نه لري او خو داسې ښکاري چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د څلورو زرو سرتېرو د ایستلو په برخه کې موافقه ده.

د واشنګټن پوسټ په وینا له بلې خوا د ټاکنو د لومړیو پایلو پر اساس ولسمشر غني پنځوس جمع یو رایې تر لاسه کړي خو د زرګونو شکایتونو ارزونه به څو اوونۍ وخت ونیسي.

اجراييه ریس عبدالله عبدالله او د ښاغلي غني سیال ویلي چې د ټاکنو لومړي نتایج نه مني.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د زرګونو رایو باطلېدو په صورت کې ټاکنې دوهم پړاو ته ځي او دوهم پړاو ټاکنې ښايي په راتلونکي پسرلي کې وشي.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ریس رحمت الله نبیل او د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوماندانو له قوله لیکلي چې وايي، اوسمهال جګړه، سوله او سیاست له بن بست سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG