د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

هېواد: طالبان د پاکستاني څارګرو پوځي شبکو له خوښې پرته اوربند نشي کولای


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډيره پر لنډ مهالي اوربند د طالبانو د رهبرۍ توافق په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د لس ورځني موقت اوربند خبرې ګرمې شوي دي او له دې اوربند سره به هم مهاله د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې هوکړه لیک چې د ۹ پړاوه مذاکراتو په پایله کې نهايي شوی لاسلیک شي.

ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي، چې دغه اوربند د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تر فشارونو وروسته ترسره کېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور داځل د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ تر اوربند وروسته داسې هېلې هم شته، چې دوحه کې د سولې هوکړې تر لاسلیک لس ورځې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي او د دغو خبرو په جریان کې به هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وي.

دنیا ورځپاڼې همدارنګه د سرمقالې په نتېجه ګیرۍ کې لیکلي، سره له دې چې طالبانو له افغان حکومت سره مذاکرات رد کړي او ویلي دي، چې حکومتي کسان به د حکومت په استازیتوب نه بلکې د افغان سیاستوالو په استازیتوب له دوی سره بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخلي خو حکومت په وار وار ټينګار کړی، چې له طالبانو سره د مذاکراتو شرط یې اوربند دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې حکومت باید څنډې ته نه شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر طالب ملاتړي له هغې ډلې د پاکستان استخبارات د سولې په مذاکراتو افغان حکومت څنډې ته کولو سره غواړي وښیې چې افغانستان داسې جغرافیه ده چې کوم حاکم دولت نه لري او مذاکره کوونکې ډله باید ورته حکومت وټاکي.

خو د سرمقاله لیکوونکي په باور افغانستان اوس حاکم نظام، ازادې رسنۍ او همداسې ازاد حزبونه لري چې د نظر د څرګندولو حق لري او افغانستان د داسې جغرفایې په توګه یادول چې هېڅ دولت نه لري دا غیرمنطقي دلیل دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د طالبانو د یوې اونۍ اوربند ته په اشارې ویلي، افغان لوري لنډمهالی اوربند نه، بلکې هغه اوربند غواړي، چې د تل پاتې او بنسټیزې او باعزته سولې لامل شي له دې پرته سوله په هېڅ ډول شونې نه ده.

خو د سرمقاله لیکوونکي په خبره "طالبان د پاکستاني څارګرو پوځي شبکو له خوښیې پرته اوربند کولای نه شي."

وړاندې راغلي، له همدې امله د افغان حکومت له جدي غوښتنو او د امریکا د فشار عمده موخه همدا اوربند دی خو دا اوربند باید لنډمهالی نه وي او داسې اوربند هم نه وي چې افغان ځواکونه ترې بهر وي.

XS
SM
MD
LG