د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

سرور دانش د سولې مذاکراتو لپاره د طالبانو له خوا پر اوربند ټینګار وکړ


ښاغلي دانش وویل، که طالبان اوربند وکړي حکومت هم ورته تیار دی.
ښاغلي دانش وویل، که طالبان اوربند وکړي حکومت هم ورته تیار دی.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، چې د سولې خبرو لپاره اړینه ده چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.

ښاغلي دانش نن جمعه د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي عبدالمطلب بېک د تلین په مراسمو کې وویل، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم اوربند ته تیار دی.

خو هغه وویل، ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي. تر دې وړاندې طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت پر له بسې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.

هغه په ورته وخت کې وویل چې د سولې په اړه په هېواد دننه د سیاستوالو ترمنځ هم واحد دریځ موجود نه دی.

ښاغلي دانش داسې مهال د اوربند خبره کوي چې اوسمهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات په موقتي ډول درېدلي دي، ترڅو طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په تړاو له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.

ښاغلي دانش وویل: "موږ د افغانستان حکومت له لوري ټینګار کوو چې لومړی باید د افغانانو په مالکیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په محوریت مذاکرات پیل شي. دویم دا چې هم مهاله دې اوربند هم وشي، خو له بده مرغه په هېواد دننه د سیاستوالو ترمنځ هم د سولې په اړه واحده نظر موجود نه دی او ورځ بلې ته اختلافونه او جنجالونو ته لمن وهل کېږي."

ښاغلی دانش ټینګار کوي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس سولې ته زمینه برابره شوې ده.

حکومت اجرايیه رئیس عبدالله عبدالله د نن ورځې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان له حکومت سره له خبرو پرته به د سولې هرډول مذاکرات هېڅ ځای ته ورسېږي.

هغه وویل: "که د سولې په برخه کې کوم فرصت رامنځته کېږي، باید ترې ګټه واخیستل شي. د جګړې په دوام کې به موږ زیات فرصتونه له لاسه ورکړو. طالبان د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای. که کومه خبره یا نظر او یا هم له افغانانو سره د امن په فضا کې د ژوند هیله لري، لاره یې د خلکو له استازو سره خبرې دي. خو که چېرې دا ردېږي چې په مذاکراتو کې دې د حکومت استازی نه وي او له حکومت سره خبرې نه کېږي، دا خبرې به هېڅ ځای ونه نیسي".

ښاغلي عبدالله وویل، له دولت سره له خبرو پرته به د طالبانو د سولې مذاکرات نتیجه ورنکړي.
ښاغلي عبدالله وویل، له دولت سره له خبرو پرته به د طالبانو د سولې مذاکرات نتیجه ورنکړي.

ځینو رسنیو د طالبانو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو مشرتابه شورا ډېرو غړو له امریکایانو سره اوربند منلی دی.

دوحه کې له امریکایانو سره د خبرو تر موقتي درېدو وروسته، د طالبانو ځینې استازي پاکستان ته تللي، ترڅو د اوربند په تړاو مشورې وکړي.

سیاسي کارپوه عبدالباري عارض وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ به د هوکړې له مخې اوربند وشي، خو طالبان باید له حکومت لوري سره هم د مذاکراتو د پیل لپاره اوربند وکړي.

ښاغلي عارض ازادي راډيو ته وویل: "طبیعي ده چې د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ د سند پر اساس اوربند کېږي، خو طالبان باید د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هم د اوربند فضا رامنځته کړ، چې بالاخره سوله وشي."

هڅه مو وکړه، د امریکایي لوري او طالبان ترمنځ د اوربند په اړه له طالب ویاندویانو معلومات واخلو.

خو د دغې ډلې داوړو ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته په استول شویو پیغامونه کې ویلي، چې تر دې دمه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې او پاکستان ته په قطر کې د سیاسي دفتر تر لېږل شوي پلاوي راستنېدو ورسته به معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG