د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ډیجیټل ژورنال: اوربند له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابروي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

ډیجیټل ژورنال

له کاناډا خپریدونکې ډیجیټل ژورنال خپرونې، هغو راپورونو ته اشاره کړې چې وايي، وسله والو طالبانو افغانستان کې له یوې اونۍ اوربند ملاتړ کړی.

دې خپرونې هیله ښودلې چې دا اوربند به له امریکا سره د سولې هوکړې او له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړي.

د طالب مشرانو ترمنځ په یو اوربند د سلا کېدو راپورونه که څه هم پرون ځینو رسنیو خپاره کړل خو وروسته د طالبانو یو شمېر سرچینو رد کړل او ویې ویل چې په دې اړه لا هم سلا مشورې روانې دي.

په افغانستان کې پر اوربند د طالبانو د سلا کېدو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د یکشنبې په ورځ هم طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر یو بل بریدونه کړي او یو بل ته یې د مرګ ژوبلو اړولو ادعاوې کړي دي.

ډیجیټل ژورنال لیکي، د راپورونو له مخې د پاکستان په کوټه کې د طالبانو د رهبرۍ شورا، له یو داسې اوربند څخه د امریکا سره د هوکړې د یوې برخې په توګه ملاتړ کوي او د چارشنبې په ورځ یې دا موضوع تایید کړې.

د دې کاناډايي خپرونې په وینا، که څه هم د کوټې شورا زیاتره غړي د اوربند ملاتړ کوي خو په دې برخه کې اختلافات هم موجود دي.

په راپور کې په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د خبرو له بهیره د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویل شوي، د کوټې د شورا ډیر غړي د لنډمهالي اوربند ملاتړ کوي خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه د طالبانو مشر کوي.

خپرونه په دوحه کې د ازاد خبریال سمیع یوسفزي له خولې لیکي، د کوټې شورا غړي چې زیاتره نظامي چارې مخ ته وړي، لا هم د اوربند په اړه ځینې پوښتنې لري خو د طالبانو پېښور شورا بیا د اوربند په اړه مثبت نظر لري.

باید وویل شي، طالبان چې له امریکا سره یې څو پړاوه خبرې کړي، تر اوسه پورې یې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو، او یا له حکومتي ځواکونو سره اوربند ته غاړه نه ده ايښې او تر دې مخکې یې پرلپسې دا دواړه مسلې رد کړي.

طالبان وايي، له افغان ځواکونو سره به د اوربند پر مسله په هغو بین الافغاني خبرو کې بحث وشي، چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته به کیږي او افغان حکومت به هم په کې د یو لوري په توګه برخه ولري.

خو افغان حکومت بیا د خبرو تر پیل مخکې پر اوربند ټینګار کوي.

امریکا په وروستیو کې د باګرام پر پوځي اډه له یو برید وروسته چې مسولیت یې طالبانو پر غاړه واخیست، په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې او لا هم څرګنده نه ده چې دا خبرې بیا کله پیلیږي.

  • فاکس نیوز

په داسې حال کې چې ډیجیټل ژورنال خپرونې په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه لیکنه کړې، امریکايي ټلویزوني شبکې فاکس نیوز بیا په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا بهرنۍ سیاست اروزولی دی.

فاکس نیوز وايي، په افغانستان کې د امریکا هڅې په مجموع کې د امریکا له ګټو ښه ملاتړ کوي.

د راپور په دوام کې ویل شوي، سیمه اوس تر پخوا ارامه ده، طالبان جګړه ګټلی نه شي او د افغانستان حکومت د نسکورېدو له ګواښ سره نه دی مخ.

فاکس نیوز زیاته کړې، د القاعده شبکې او داعش په څېر ډلې نور نه شي کولی چې د نړیوالې ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره د پټنځای په توګه وکاروي، او څو چې وضیعت داسې وي، امریکا ګټونکې ده.

XS
SM
MD
LG