د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

سرخط: طالبان د سولې په پلمه خپل بندیان خوشې کوي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ننیو ورځپاڼو تر ډېره د سولې روانې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، طالبان د اوربند پرځای د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د یوې مناسبې فضا پر رامنځته کولو غور کوي.

وړاندې راغلي، د مناسبې فضا د برابرولو لپاره اووه ورځې وخت ټاکل شوی او که په دې اوو ورځو کې کومه چاودنه کېږي دا به د اوربند نقض نه ګڼل کېږي او دواړه خواوې به د پېښې په تړاو څېړنې کوي خو په دې تړاو د امریکا دریځ لا روښانه نه دی.

د سرمقالې لیکوال د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي،چې دوی د اوربند تصمیم نه لري.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي، طالبان د سولې په پلمه خپل بندیان خوشې کوي.

وړاندې راغلي، تر کومه ځایه چې خلکو او نړېوالې ټولنې ته تر اوسه معلومه شوې طالبان د دې واک نه لري چې د سولې په خبرو کې په قاطیعت سره تصمیم ونیسي او یا اوربند وکړي نو ځکه تر اوسه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ کومې خبرې شوي تر ډېره د بندیانو د ازادولو په تړاو خبرې شوې دي.

د سرمقالې لېکوال د یو طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې طالبانو د نږدې ۵ زره طالب بندیانو لېست امریکا ته سپارل او د دوی ازادول یې د توافق مهم شرط یاد کړی.

سرخط همدارنګه لیکي، که چېرې د سولې د خبرو اترو برخلیک همداسې د افغان حکومت پرته دوام وکړي دا به د افغان حکومت په زیان تمام شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، طالبانو له امریکايي لوري سره د سولې په تړاو خبرو کې د خپلو ۵ زرو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده چې دا کار د افغان حکومت له خوښې پرته او په ټوله کې له افغان حکومت سره تر سولې مخکي ستر خطر لري.

وړاندې راغلي، د بندیانو د ازادولو غوښتنه داسې مهال کېږي چې دغه بندیان له افغان حکومت سره دي، کله چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه حاضریږي او یا د سولې لپاره د لومړني شرط په توګه اوربند هم نه مني نو بیا په کوم جرئت او په کومه خوله د دغو زرګونو جنګیالیو د ازادولو غوښتنه کېږي.

ورځپاڼه لیکلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې باید ټولې افشا شي، دا خبرې باید نور د بندو دروازو تر شا نه وي بلکې افغان ولس پرې خبر اوسي.

هېواد ورځپاڼه همدارنګه لیکي، که طالبان خپل غواړي چې بندیان یې ازاد شي نو هغوی د دې ښه ادرس لري، رادې شي، په کابل او یا هم کوم بل ځای او ان د کوم دوست هېواد په سفارت کې دې له افغان حکومت سره لومړی تل پاتې سوله وکړي، په هغه صورت کې افغان حکومت چمتو دی چې د دوی ټول طالب بندیان ازادي کړي.

د سرمقالې د لېکوال په باور، افغان حکومت طالب بندیان هغه مهال خوشې کوي چې دغه ډله له جګړې لاس واخلي، نه دا چې له امریکا د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د دښمن په غوښتنه د دغو زرګونو بندیانو د خوشې کولو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG