د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

سرخط: غوره ده چې طالبان لومړی له ملکي وګړو سره سوله وکړي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغانستان په جګړې، د سولې او د ټاکنو لومړنیو ممکنه پایلو د اعلان په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې، د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې جګړه د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده او په سیمه کې ثبات ته جدي اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په ایران کې روان کړکېچونه او د افغانستان بې‌ثباته وضعیت، د سیمې هېوادونه ویښ کړي څو په افغانستان کې له ثبات او امنیت سره مرسته وکړي.

  • سرخط

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "غوره ده چې طالبان لومړی له ملکي وګړو سره سوله وکړي."

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا مهال په قطر کې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرې روانې دي چې افغانان پرې خبر نه‌دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له وروستیو افشا شویو اسنادو داسې برېښي چې امریکا له افغانانو سره صادقه نه‌ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، دا چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روانې خبرې څلورمې ورځې ته وغځېدې، داسې ښکاري چې په خبرو کې د امریکا لومړی شرط چې اوربند دی طالبان ورته غاړه نه‌ږدي.

د سرمقاله لیکونکي په اند طالبان ځکه اوربند بین‌الافغاني خبرو کې مطرح کوي چې زیات امتیاز ترلاسه کړي.

د سرمقالې لیکوال په سوله کې د طالبانو په نیت شک څرګندوي او لیکي، طالبان هڅه کوي چې لومړی له امریکا سره سوله وکړي او بیا په خپله خوښه له افغانانو سره خبرې مخ ته یوسي.

د سرمقالې په پای کې راغلي که چېرې طالبان په خپله خبره ټینګ ولاړ وي، نو ممکن د طالبانو د زور په وړاندې یو ځل بیا د مقاومت جبهه پرانیستل شي.

یو شمېر نور ورځپاڼو بیا په ټاکنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د رأیو د لومړنیو پایلو په ممکنه اعلان تبصرې کړي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په عادلانه توګه د رأیو پایلې اعلان کړي.

د سرمقالې لیکوال د کمېسیون د پایلو د اعلان اقدام ستايي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې دې د چا زور ته نه‌تسلیمېږي، ځکه چې د پایلو په ځنډ کې د ملت خیر نه‌شته.

  • اصلاح

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپلې سرمقاله کې لیکلي، دا چې د ټاکنو پایلې متعبرې او شفافې اعلان شي، د شکایتونو کمېسیون باید د معترضو ټاکنیزو تیمونو شکایتونه په سمه توګه وڅېړي او د دوی اعتراضونو ته رسېدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG