د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

سرخط: سولې ته د رسېدلو په خاطر اراده، کلک دریځ او رېښتینولي مهم دي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې او دغه شان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼه په خپله سر مقاله کې لیکي، د هوا په سړېدو سوله بیا توده شوه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکا او طالبانو له شا او خوا څلور میاشتنې ځنډ ورسته پرون د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړې.

سرمقاله لیکونکي لیکي، دواړوو خواوو د خبرو د پیل پخلی کړی خو د بحث وړ موضوعاتو په اړه یوه خوله نه دي.

سرخط لیکلي، امریکايي سرچینو د بحث وړ موضوعات، د تاوتریخوالي کمول، اوربند او بین الافغاني مذاکرات ښودلي خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چې خبرې له هغه ځایه پیل شوي چې لغوه شوې وې.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور بیا، یوې رېښتینې او تلپاتې سولې ته د رسېدلو په خاطر تر ټولو مهم ټکي د دې پروسې لپاره د ښکېلو لوریو اراده، کلک دریځ او رېښتینولي ده.

  • ویسا

ویسا نا دولتي ورځپاڼې هم په قطر کې د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، دواړه لوريو دا تائید کړه چې خبرې به یې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکزې وي چې بلاخره سولې او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

د ویسا په سرمقاله کې وړاندې راغلی، حکومت د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو په غبرګون کې ویلي چې دغه خبرې به له صفر څخه پیلېږي، پخوانی چې ټرمپ لغوه کړي

نورې سر تر پایه باطلې دي.

سر مقاله لیکونکی لیکي، دا چې اصلي خبره څه ده نن سبا به روښانه شي خو د حکومت دغه دریځ دا ښيي چې دوی د قطر د پخوانیو خبرو له بهیر سره جوړ نه دي، بلکې په خبره یې، په رېښتیني مانا اصلاً حکومت د سولې له خبرو سره جوړ نه دی.

سرمقاله لیکونکی اشاره کوي وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې طالبان د ترهګرو سر لاري بولي مانا یې همدا ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه لیکلي.

په خپله سر مقاله کې راغلي، ټاکل شوې چې نن د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یوه پرانیستې ناسته کې د انتخاباتي ټیمونو له استازو سره د کورنیو او یو شمېر بهرنیو څارونکو په حضور کې خبرې وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، د انتخاباتي ستونزه نه د وتلو لاره هم همدا ده.

ورځپاڼه لیکي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي ډلو له خوا په دې تورن دی چې د قوانینو، لوایحو او طرزالعملونو پر بنسټ یې کار نه دی کړی خو بر عکس کمیسیون بیا وايي چې کړنې یې قانوني دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، نو په دې صورت کې لازمه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر انتخابتو د څار بسټونو په وړاندې د انتخاباتي ټیمونو له استازو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG