د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

سرخط: له اوربند پرته مذاکرات سراسري سوله نه شي ټینګولای


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په ټاکنیزو مسایلو او له طالبانو سره د اوربند په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، له لاریونونو څخه څه ترلاسه کېدای شي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، لاریونونه ځکه ټاکنیزه ستونزه نه شي هوارولای، چې د ټاکنو بنسټ کوږ کېښودل شوی.

د سرمقالې د لیکوال په اند د افغانستان د ټاکنو پروسه په لوی لاس د بهرنیانو لاسو ته ور اچول شوې، چې اوس به یې وروستۍ پریکړه د ۲۰۱۴ میلادي کال په څېر هغوی کوي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، تر څو چې ولس د ریښتیني زعامت او یوه محور خاوند نه شي، لوبه به د بهرنیانو وي، سوله اوجګړه به د دوی د ګټو په رڼا کې تعریفېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې ټینګار کړی، چې د ټاکنو له کمېسیون سره باید همکاري وشي.

په سرمقاله کې راغلي، وړاندې له دې چې د ټاکنو کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي، ټاکنیز ټیمونه، د څار ملي او نړیوال بنسټونه او ملګري ملتونه باید له کمېسیون سره مرسته وکړي، څو پاتې رایې ژر تفتیش او بیا وشمېرل شي، څو ملت له دې ستونزې خلاص شي.

کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا له طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت د اوربند د غوښتنې په اړه تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، طالبان له بهرنیانو سره اوربند کوي او له افغانانو سره جنګیږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کله چې د امریکا ولسمشر افغانستان ته راغلی و او په خپلو خبرو کې ویلي و، چې طالبان اوربند ته تمایل لري، طالبانو د ټرمپ خبرو ته په ځواب کې ویلي، چې له امریکا سره د سولې په مذاکراتو کې اوربند ته خوشبینه دي، خو له افغان حکومت سره د اوربند مساله به په بین الافغاني خبرو کې روښانه شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره اوربند یوه مناسب لاره ده.

د سرمقالې لیکوال په طالبانو غږ کوي، که چېرې په افغانستان کې د سولې په لټه کې وي، د سولې د خبرو د پیل لپاره دې لومړی اوربند ومني او ورسته دې مشروع غوښتنې د سولې په میز مطرح کړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د سولې په مساله کې اوربند د افغانانو جدي او تل پاتې غوښتنه ده.

په سرمقاله کې یادونه شوې تراوسه چې د سولې په اړه څومره مذاکرات شوي، ښکېل ټول لوري په دې نه دي توانېدلي چې اوربند ته لاره هواره کړې.

د سرمقالې په پای کې په ټینګار سره راغلي، له اوربند پرته هر ډول مذاکرت به په هېواد کې سراسري سوله تامین نه کړي.

XS
SM
MD
LG