د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

د طالبانو د قطر دفتر ویاند: امریکا سره د سولې هوکړه بشپړه شوې


ښاغلي شاهین هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ایران او امریکا تر منځ شخړو د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی وي.
ښاغلي شاهین هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ایران او امریکا تر منځ شخړو د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی وي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او لاسلیک ته پاتې ده.

ښاغلي شاهین ازادي راډيو ته وویل، د طالب استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې هوکړه بشپړه شوې.

ښاغلي شاهین هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ایران او امریکا تر منځ شخړو د سولې پر مذاکراتو اغېز کړی وي.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي تمه لري چې په دې سره د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "د افغانستان دولت او خلکو د سولې له اوسنۍ پروسې تمه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي، ترڅو هغه غوښتنې چې موږ لرو د هغو د بیانولو لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو د میز تر شا کېنو. د دې ترڅنګ د افغانستان د حکومت شرط دا دی چې طالبان اوربند وکړي، ځکه موږ غواړو تاوتریخوالی کم او د بې ګناه وګړو وژل پای ته ورسېږي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ لس پړاوه مذاکرات وشول چې بالاخره د طالبانو د قطر دفتر ویاند په خبره په څلورو مواردو، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي، د تاوتریخوالي پر راکمولو، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارېدل او د بین الافغاني خبرو اترو په ترسره کولو باندې سره سلا شوې ده.

د سهیل شاهین په خبره په دې هوکړه کې نوي څه نه دي ځای شوي.

هڅه مو وکړه د ښاغلي شاهین د خبرو په تړاو د زلمي خلیلزاد د دفتر نظر واخلو، خو بریالي نه شوو.

بلخوا یو شمېر افغان سیاستوال وایي چې د افغانستان حکومت باید طالبانو سره د تاوتریخوالي په راکمېدو هم قناعت وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وایي، ښه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دا هوکړه ژر تر ژره لاسلیک شي:

"اوس دا موافقتنامه تر دې رارسېدلې چې بالاخره لاسلیک شي. دا توافقنامه دې په نورو پلمو نه ځنډېږي. خو که طالبانو اوربند منلی وای ښه خبره وه. که د اوربند پر وړاندې خنډونه موجود وي، د تاوتریخوالي کمېدل هم کولای شي موږ تر اوربنده ورسوي او په کار ده چې د سولې پروسه پرمخ لاړه شي."

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وایي، ښه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دا هوکړه ژر تر ژره لاسلیک شي:
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډيو ته وایي، ښه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دا هوکړه ژر تر ژره لاسلیک شي:

له دې سره پخوانی جهادي مشر او سیاستوال محمد اسماعیل خان ازادي راډيو ته وویل، که د افغانستان حکومت بیا هم پر اوربند ټینګار کوي او طالبان یې نه مني د سولې پروسه به له ستونزو سره مخ شي.

هغه وویل: "د سولې په دې پروسه کې له بده مرغه د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې طالبان ورسره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي، بیا هم پخوانی دریځ غوره کوي. په داسې حال کې چې طالبان یوازې غواړي دا مهال له افغانستان نه امریکایي ځواکونه ووځي. که چېرې حکومت د اوربند مسئله ټینګه کړي او طالبان یې نه مني، نو دا د سولې خبرې له بن بست سره مخ کوی شي."

دا چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې دا هوکړه به څه وخت لاسلیک شي طالبانو یې د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG