د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

ارګ: د سولې په اړه د امریکا او افغان حکومت دریځ یو دی


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

جمهوري ریاست وايي، د طالبانو سره د سولې په اړه د دوی او امریکا دریځ یو دی او توپیر په‌کې نه‌شته.

جمهوري ریاست دا څرګندونې ازادي راډیو ته وروسته له هغې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل "امریکا د افغانستان د سولې په برخه کې له طالبانو د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د عیني پایلو، نیت او وړتیا غوښتنه کړې."

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقې د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل: "دریځ یو دریځ دی او هغه دا دی چې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه دوه لیدنې چې درلودې، په هغې کې یې پر هغو سترو اهدافو خبرې او هوکړه کړې چې د افغانستان د سولې لپاره مهم دي. هغه یو دا دی چې هره هڅه یا هره هوکړه چې کېږي، باید د جنګ یا تاوتریخوالي پای ته رسېدل‌یې یوه اساسي برخه وي او دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده."

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "په تېرو ۱۲ میاشتو کې موږ ټول په قطر کې د ښاغلي خلیل‌زاد او او طالبانو د خبرو اترو د دوام شاهد وو، خو له بده‌مرغه طالبانو له تاوتریخوالي لاس وانه‌خیست او دوام‌یې ورکړ."

د صدیقي په وینا اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو اشاره هم دې ته ده چې موږ باید یو مېکانیزم ولرو چې له مخې یې وکتل شي چې وسله‌وال طالبان رښتیا هم له تاوتریخوالي لاس اخلي او کنه او دا چې ایا له دې لارې موږ افغانستان کې یوې پایدارې سولې ته رسېدلی شو کنه؟

د ولسمشر غني د ویاند په وینا دا هم امریکايي لوري او هم افغانانو ته مهمې او جدي پوښتنې دي: "که د تاوتریخوالي ټولې هغه بڼې چې له جګړې سره تړلي، پای ته ورسېږي او موږ د یو داسې اوربند شاهدان واوسو چې له مخې یې خبرې اترې پیل کړو، طبعاً د افغانستان خلک‌یې هرکلی کوي. د امریکا او متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او نورو لورو څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې دا ځل هر هغه څه چې د سولې د پروسې تر چتر لاندې مخکې ځي، پایله‌یې باید جګړه او تاوتریخوالي بندېدل وي او بالاخره سولې ته د رسېدو لپاره یوه روښانه لاره وي."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروستۍ لیدنه.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وروستۍ لیدنه.

ظاهراً د تاوتریخوالي د کمولو څرنګوالی او یا اوربند هغه څه دي چې په قطر کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د سولې یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو خبرې سختې کړې دي.

افغانستان او پاکستان ته د زلمي خلیل‌زاد په تازه سفر کې د دواړو هېوادونو له حکومتي چارواکو او کابل کې افغان سیاستوالو سره د نوموړي د بحثونو یوه موضوع همدا بلل شوې.

په دې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تاشکند کې د څرګندونو پر مهال ویلي، دوی د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو له‌خوا د واقعي شواهدو لیدو ته په تمه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تاشکند کې په یوه خبري غونډه کې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تاشکند کې په یوه خبري غونډه کې.

د تاوتریخوالي کمول او که بشپړ اوربند په کابل کې د سیاسي کړیو د بحثونو او څرګندونو توده موضوع هم ګرځېدلې ده.

راپورونه وايي چې طالبان له امریکايي لوري سره د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې د تاوتریخوالي په کمولو سلا دي، خو د بشپړ اوربند لپاره چمتو نه‌دي.

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر افغان سیاستوال هم د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمول کافي بولي او وايي د وړاندې تګ لپاره لاره جوړولی شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل، هر هغه ګام چې تاوتریخوالی راکم او د مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي، دوی یې هرکلی کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې.

خو ولسمشر اشرف غني او ملاتړي یې د سولې په هوکړه کې د تاوتریخوالي په بشپړه پای ته رسولو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم د اوربند په اړه د ارګ د دریځ ملاتړ کړی او هغه‌یې د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره مهم بللی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقې وايي: "زموږ په باور د تاوتریخوالي دوام یا تاوتریخوالی په هره اندازه چې وي د جګړې دوام دی، خو اوربند د جګړې پای ته رسېدل دي او د خلکو غوښتنه له حکومت دا ده چې دا ځل خبرې اترې په اوربند او د افغانانو او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو تمامې شي."

وسله‌وال طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه‌دي. دا ډله وايي پر اوربند او نورو مسئلو به له امریکا سره د سولې د یوې هوکړې تر لاسلیک وروسته په هغو بین‌الافغاني خبرو کې بحث وکړي چې د افغانستان حکومت به‌یې هم یو لوری وي.

XS
SM
MD
LG